د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوالو ته میاشتنۍ مرستې جاري شوې دي‌


د شمالي وزیرستان کډوالو په وار وار خپلو سیمو ته د نه ستنول کېدو پرضد احتجاجونه هم کړي دي. (انځور: ارشیف)
د شمالي وزیرستان کډوالو په وار وار خپلو سیمو ته د نه ستنول کېدو پرضد احتجاجونه هم کړي دي. (انځور: ارشیف)

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره - پي ډي ایم اې - وايي، د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې نغدې مرستې جاري کړې دي.

یادې ادارې د جون پر ۱۴مه په یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې ۳۵ کروړه روپۍ نغدې میاشتنې مرستې جاري کړې دي.

د یادې ادارې ویاند احسان داوړ رسنیو ته په استولي‌ دې بیان کې ویلي‌ چې د جون پر ۱۵مه به هرې کورنۍ ته ۲۰ زره روپۍ د موبایل سیم له لارې ورسېږي.

نوموړي ویلي چې دا نغدې مرستې د شمالي وزیرستان د هغو کډوالو لپاره دي چې لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

احسان داوړ په بیان کې زیاته کړې چې هغه ۱۷۲۰۰کډوالې کورنۍ به دا مرستې ترلاسه کوي چې د قدرتي‌ اختونو پر وخت د اننظام له ادارې سره ثبت شوي دي.

د هغه په وینا، دا زیاتره هغه کډوالې کورنۍ دي چې په دې وروستیو کې له افغانستانه ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو لس کاله پوره شوي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي وو.

د هغو عملیاتو له کبله نه یوازې تر لس لاکه زیات خلک بې کوره شوي وو بلکې د میرعلي او میرانشاه په ګډون د شمالي وزیرستان ځینې نور ښارونه هم ټول نړول شوي وو.

د ضرب عضب عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي‌ خلک زیاتره د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته اوښتي وو.

که څه هم د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي‌ چې په دې کډوالو کې زیاتره اوس ستانه شوي دي خو لا هم په لسګونه زره خلک د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو او هتله په خوست کې مېشت دي.

د شمالي وزیرستان دته خیلو یو بې کوره شوي امان خان مشال راډیو ته وویل چې د درې میاشتو مرستې یې پاتې دي او اوس یوازې د یوې میاشتې هغه جاري شوې دي.

نوموړي وویل، دوی له حکومتی چارواکو پوښتنه کوي چې دوی به تر څو په خېمو کې ژوند کوي او په کار ده چې خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.

د دته خیلو یو بل کډوال عزیز خان چې ډیر کلونه یې په افغانستان کې تیر کړي او اوس په بکاخیلو کې میشت دی، وايي، ، وايي لا هم په دې تمه په خېمو کې ژوند کوي‌ چې خپلو سیمو ته به ستانه کړل شي.

ده زیاته کړه چې تل مرستې په خواستونو اخلي او په کار ده چې حکومت یې زر تر زره خپلو پلارنیو سیمو ته ستانه کړي.


د شمالي وزیرستان پاتې کډوالو ته حکومت هره میاشت د یوې کورنۍ په سر ۲۰ زره نغدې مرستې ورکوي خو کډوال وايي چې ډیری کورنۍ داسې دي چې مرستې یې بندې دي.

د پي ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وايي‌ چې ثبت شویو کورنیو ته مرستې رسېږي او کومو ته چې نه رسېږي، د ده په وینا، د هغوی په تصدیق کولو هم کار روان دی.

احسان داوړ وايي، چې کله پوځ د دې خلکو سیمې له وسله والو پاکې اعلان کړي نو دوی به دا خلک خپلو سیمو ته ستنوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په هغو سیمو کې هم خلک له پرلپسې هدفي وژنو او نورې ماامنۍ سر ټکوي چې د پاکستان پوځ یې د پاکولو ادعاوې کړې وې.

د دې سیمو خلک په پرلپسې توګه نه یوازې احتجاجونه کوي بلکې تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ هلته د وسله والو پر شتون او فعالیتونو سترګې پټې کړې دي خو پوځ دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG