د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
وزارت د اکتوبر پر ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی د ایکو اقتصادي سازمان په څلورمه غونډه کې ګډون کوي.
وزارت ویلي چې د سفر هدف د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا او د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پياوړي کول دي.
د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي، تهران به د اکتوبر پر ۲۷ او ۲۸مه د ایکو سازمان د غونډې کوربه وي چې پر اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسلو به پکې بحثونه کیږي.