د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د لادرکه کسانو د کورنیو ښځینه غړو په یوه مظاهره کې غوښتنه کړې ده چې د دوی لادرکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
دغه ښځې چې شمېره یې اته وه، د جون پر ۱۳مه د باجوړ په خار بازار کې پر سړک ناستې وې او ورسره ماشومان هم ول. دوی له رسنیو سره خبرې نه دي کړي خو له امنیتي او حکومتي چارواکو نه يې غوښتنه کړې ده چې که سړو یې کوم جرم کړی وي نو باید چې عدالت ته وړاندې کړای شي.
وروسته د سیمې پولیس چارواکو دغو ښځو سره خبرې کړي چې په هغه وخت کې یو ځایي خبریال سجاد کاروان هم موجود وو.
کاروان د ښځو مظاهره کونکیو د غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وویل "د لادرکه کسانو د کورنیو ښځینه غړو ته د باجوړ د پولیسو مشر وویل چې دوی دې احتجاج ختم کړي او د سیمې پولیس به خپل پوره کوشش کوي چې د دوی غوښتنې وړاندې نورو چارواکو او حکومتي غړو ته ورسوي، او دا معلومات به هم کوي چې دغه لادرکه کسان دا مهال کوم ځای او په څه حال کې دي. د پولیسو لخوا د باور ورکولو وروسته ښځو خپل احتجاج ختم کړ."
د باجوړو ښځو تر احتجاج وروسته فعالانو په په ټولینزو رسنیو د هغوی په ملاتړ لیکنې وکړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د جون پر ۱۳مه پر اېکس د باجوړ ښځو د احتجاج د عکس سره لیکلي دي چې نور خلک د اختر خوشحالیو لپاره تیارۍ کوي او پښتنې میندې د خپلو ورکو زامنو لپاره د انصاف لپاره پر سړکونو ناستې اوښکې تویوي.
نوموړي زیاته کړهې چې، "څومره زامن وژل شوي؟ د میندو او خویندو څومره اوښکې تویې شوې، خو بیا هم د واکمنو ظلم او جبر کې هیڅ بدلون نه دی راغلی."
د عوامي نیشنل ګوند د کلتور مرکزي سیکرټري خادم حسین، پر اېکس د باجوړ د ښځو احتجاج سره یووالی ښودلی دی او پوښتنه یې کړې ده چې ولې ورک شوي کسان عدالت ته نه وړاندې کېږي؟
په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو راهیسې روانه ده، خو په دې کې هغه وخت شدت راغلی چې د ۲۰۰۰ کال وروسته امنیتي ځواکونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات پیل کړل.
په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول، د عملیاتو په مهال او تر هغې وروسته په بېلا بېلو وختونو کې د هغې ضلعې یو شمېر کسان بې درکه شوي چې ځینې یې کورونو ته ستانه شوي او ځینې لا هم ورک دي.
په باجوړ کې د لادرکه شویو کسانو کره شمېره نه ده معلومه، خو د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو نه په تېرو کالونو کې د سلګونه کسانو د لادرکۍ قضیې ثبت شوې دي.
د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.
هغه ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي. خو وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.
بلخوا د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په دې وروستیو کې ویلي ول چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه چې دا ستونزه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې روانه ده.
تارړ په خپلو دغو خبرو کې دا هم ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.
نوموړي زياته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.