د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب الله وسلواله ډله وايي، پر اسراییلي پوځ یې راکټي او ډرون بریدونه کړي


په دې عکس کې اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال ښکاري.
په دې عکس کې اسراییلي پوځیان په غزه کې د عملیاتو پر مهال ښکاري.

د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله وسلوالې ډلې ویلي چې د جون پر ۱۳مه یې پر اسراییلي پوځ راکټي او ډرون بریدونه له هغې وروسته کړي چې په اسراییلي حمله کې یې یو مشر کماڼدر ووژل شو.

حزب الله ویلي چې دا برید یې د جون پر ۱۱ د خپل قوماندان طالب عبدالله د وژنې په غبرګون کې کړی دی.

بلخوا اسراییلي حکومت ویلي دوی به د حزب الله د هرې حملې سخت ځواب ورکوي او زیاتوي چې د ګلیلي او ګولان په غرونو کې د دغه ډلې لخوا زیاتره راکټي او ډرون حملې یې ناکاره کړي دي.

د حزب الله ملاتړ لرونکې حماس ډلې د تېر کال په اکتوبر کې پر اسراییلو حمله وکړه او دغه پر غزه د جګړې سبب وګرځېده. حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG