د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې لوی اختر لمانځل کېږي


په فېلېپین کې یوه مسلمانه د جون پر ۱۶مه د اختر تر لمانځه وروسته دوعا کوي.
په فېلېپین کې یوه مسلمانه د جون پر ۱۶مه د اختر تر لمانځه وروسته دوعا کوي.

د سعودي عرب په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانان لوی اختر لمانځي او قربانۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د رویت هلال سرکاري کمېټۍ او په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې په ګډون هند، بنګلادېش او ایران د جون پر ۱۷مه د لوی اختر لمانځلو اعلان کړی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي چې د شمالي وزیرستان په ځينو کلیو کې هم ځینې خلک د جون پر ۱۶مه اختر لمانځي او د پېښور په کچه ګړۍ کې مېشتو افغانانو هم د لوی اختر لمونځ کړی دی.

په سعودي عرب کې تر ۱۵ لکه زیاتو مسلمانانو د عرفات پر غونډۍ د حج مناسکو تر سره کولو وروسته د جون ۱۶مې پر سهار د ابراهیمي سنت له مخې د څارویو قرباني ورکړه.

په افغانستان کې پخوا حکومتونو روژه، کوچني او لوی اخترونه له سعودي عرب سره یو ځای کول خو دا په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لومړی ځل دی چې سترې محکمې یې د میاشت لیدو عمل په بشپړولو تر سعودي عرب یوه ورځ وروسته د اختر لمانځلو اعلان وکړ.

د پاکستان حکومت د اختر په مناسبت د جون له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې عامه رخصتي (چوټي) اعلان کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG