د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرار کاکړ: سخت محنت د ګلستان له خاورین ښوونځي د اکسفورډ یونين تر مشرۍ ورسولم


اسرار خان کاکړ په اکسفورډ یونین کې د وینا په حال کې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:29 0:00

د نړۍ په کچه، د زده کوونکو مشهورې ټولنې، برتانیا اکسفورډ يونين سوسایټي نوی ټاکل شوی مشر، پښتون ځوان اسرار کاکړ وايي چې کله يې هم فکر نه وو کړی چې يوه ورځ به د دې تاریخي ټولنې مشر شي. نوموړی د بلوچستان پښتون مېښتې سيمې ګلستان اوسېدونکی دی چې د جون پر اوومه نېټه يې د اکسفورډ يونين په ټاکنو کې انګرېزې سيالې اېزې هوروکس ټېلر ته ماتې ورکړه. اسرار کاکړ ۶۱۷ او مخالفې کانديدې يې ۳۹۳ رايې ترلاسه کړې دي. دا په شاوخوا ۱۰ کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د يونین په ټاکنو کې يو کانديد خپل سيال ته په دومره زیاتو رایو سره ماتې ورکوي. دا ټولنه له دې امله هم ډير اهمیت لري چې د نړۍ مشهوره او مهم مشران بحثونو او تقریرونو ته ورځي. اسرار کاکړ دا مهال په اکسفورډ پوهنتون کې د قانون زده کوونکی دی. نوموړی وايي د خپلې مشرۍ په دوره کې به د پښتنو ځيني مشران ورغواړي چې د اکسفورډ یونین له مهم سټیجه د بحث او تقریرونو له لارې نړۍ ته خپله خبره ورسوي. زموږ همکار عبدالحي کاکړ له اسرار کاکړ سره مرکه واورئ.

XS
SM
MD
LG