د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د زیارت خلکو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی


د زیارت په سنځاوۍ کې د ۲۰۲۴م کال د مې پر ۲۴مه کاربندیز شوی وو.
د زیارت په سنځاوۍ کې د ۲۰۲۴م کال د مې پر ۲۴مه کاربندیز شوی وو.

د بلوچستان د زیارت ضلعې خلکو پر صوبايي‌ حکومت غږ کړی دی چې هلته دې د ناامنۍ رامنځ ته کوونکو وسله والو پرضد جدي ګامونه واخلي.

د یادې سیمې خلکود مې پر ۲۴مه د ناامنۍ د پېښو پرضد د ضلعې په مرکز او سنځاوۍ تحصیل کې کاربندیز او احتجاج وکړ.

په سنځاوۍ کې د احتجاج پر مهال د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازو او قبایلي مشرانو وویل چې ولس باید د خپل خوندیتوب لپاره په یوه خوله غږ پورته کړ.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ضلعي مشر احسان دومړ وویل، پکار ده چې ټول پښتون قام د ناامنۍ د مخنیوي لپاره سره یو موتی شي.

د سنځاوۍ د ولسي ستونځزو د هواري لپاره د جوړې شوې ایکشن کمېټۍ مشر مولوي محب الله غوښتنه وکړه چي حکومت دې په سیمه کې د امنیت د ټنګولو په خاطر ځانګړي ګامونه پورته کړي.

تر دې احتجاج وړاندې هلته یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال یو ځايي قبایلي مشرشازمان کاکړ وویل چې که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو دوی به احتجاج پراخ کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د مې پر ۲۲مه د بلوچستان زیارت ضلعې په سنځاوۍ کې وسلوالو پر سکرو وړونکو لاريو بريد وکړ چې پکې یو لارۍ چلوونکی ووژل شو او بل ژوبل شو.

په برید کې وسلوالو پر نورو لاریو ډزې وکړې او وروسته يې ورته اور واچاوه چې پکې پینځه لارۍ په بشپړه توګه وسوځېدلې.

د برید ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.


د بلوچستان اسمبلۍ د مې پر ۲۳مه په سنځاوۍ کې د وسلوالو له لوري د سکرو پر لاریو برید غندلی او د هغه پرضد یې قرارداد یا پرېکړه لیک منظور کړی وو.

د هغه قرادار وړاندې کوونکي صوبایي وزیر نور محمد دومړ مشال راډیو ته وویل چې وسلوالې ډلې په هغه صوبه کې ناکراري جوړول غواړي.

بل خوا د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د مې پر ۲۴مه په یو ورځني سفر زیارت ته لاړ او هلته یې د امنیت په اړه له ځايي چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

نوموړي د ځايي قبایلي مشرانو یوې غونډې ته باور ورکړ چې حکومت به یې په سیمه کې د امنیت پر ځای ساتلو لپاره هر ډول کوټلي ګامونه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې په دې وروستیو کې د وسله والو ‌ډلو فعالیت او په ځانګړې توګه د کویلې پر کاروباریانو بریدونه زیات شوي دي.

هغوی وايي بلوڅ بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لیبرېشن ارمي له دوی څخه په زور باج اخلي خود بلوچستان حکومتي چارواکي په دې اړه ناخبري څرګندوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG