د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پلاوي پر چینايي وګړو د حملې پلټنو په اړه په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي دي


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو مرستيال وزیر محمد نبي عمر د خپل پاکستاني سیال خرم اغا سره
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو مرستيال وزیر محمد نبي عمر د خپل پاکستاني سیال خرم اغا سره

د پاکستاني حکومت يو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د حکومت چارواکو سره په بشام کې پر چينايي وګړيوو د شوي ځانمرګي برید د تحقیقاتو په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيوو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا پلاوی د پاکستان د کورنيوو چارو مرستيال وزير محمد خرم اغا په مشرۍ کابل ته ورغلی دی. د خبرپاڼې ترمخه دغه پلاوي د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو مرستیال وزير مولوي محمد نبي عمري سره ملاقات وکړ.

د خبرپاڼې ترمخه په ملاقات کې د پاکستان پلاوي د مارچ پر ۲۶مه په بشام کې شوي ځانمرګي برید په اړه خبرې وکړي او د امنيت په برخه کې یې د طالبانو له حکومته مرسته وغوښته. په هغه ځانمرګي برید کې ۵ چينايي‌ او يو پاکستانی وژل شوي وو.

د پاکستان حکومت د دې پړه پر تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اچوي او وايي حمله په افغانستان کې پلان شوې وه.‌ خو ټي ټي پي ويلي چې په دې برید کې لاس نه لري او د افغانستان له خاورې نه بلکې له قبايلي سيمو فعاليت کوي. افغان طالبان هم دا تور ردوي او وايي د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد کارېدو ته نه پريږدي.

کابل ته د ورغلي پاکستاني پلاوي د ملاقات په اړه د طالبانو د حکومت کورنيوو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې مولوي عمري د خپل حکومت دا دريځ تکرار کړ چې افغانستان څنګه د ځان لپاره امن غواړي، همدغسې نورو ته هم ښې هیلې لري. په خبرپاڼه کې د عمري له خولې ويل شوې: "موږ د شر په سیاست باور نه لرو. د بشام ترهګریزه پېښه یوه بده حادثه وه. ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤلیت پر غاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړو."

د مې پر ۲۹مه، د پاکستان پوځي افسرانو په غونډه کې پوځي مشر جنرال عاصم منير او تر هغه وړاندې د کورنيوو چارو وزير محسن نقوي هم ورته تورونه پورې کړې وو. نقوي د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غواړي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر نور ولي مسید دې ونیسي.

نقوي خبرداری ورکړی وو چې که افغان طالبان یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي نو د پاکستان حکومت به په دې اړه يوه اړخيزه پرېکړه وکړي. نوموړي د دې يواړخیزې پرېکړې وضاحت ونکړ.

د نوموړي په ځواب کې د مې پر ۲۷مه، تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوی وسله وال په افغانستان کې نه بلکې په قبايلي سيمو کې دي. په دې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې دوی پر چينايي‌ وګړيو په شويو حملو کې هېڅ لاس نه لري.

XS
SM
MD
LG