د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې افغان ډيپلوماټيک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړون ځنډولی


د ترکیې ولسمشر اردوغان افغان ډيپلوماټيک پاسپورټ لرونکو ته د ویزو معافیت د لغوه کولو فرمان جاري کړی - انځور له ارشیفه
د ترکیې ولسمشر اردوغان افغان ډيپلوماټيک پاسپورټ لرونکو ته د ویزو معافیت د لغوه کولو فرمان جاري کړی - انځور له ارشیفه

ترکیې د افغانستان د ډیپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړون ځنډولی. د دې تړون ترمخه به دغو پاسپورټ لرونکيو افغانانو ته د ترکیې د وېزې ضرورت نه وو.

د ترکیې رسنیوو د مې پر ۲۹مه، راپور ورکړ چې دا تړون د ولسمشر رجب طیب اردوغان د يو فرمان له مخې لغوه شوی. د ترکیې د ډیلي صباح ورځپاڼې د راپور له مخې د اردوغان لاسلیک کړی دا فرمان په رسمي جریده کې خپور شوی دی. په دې فرمان کې له وضاحت ورکولو پرته ويل شوي چې په ۲۰۰۸ کال کې له افغانستان سره شوی دغه تړون د جون له لومړۍ نېټې وروسته ځنډوي.

د دغه تړون له مخې افغان او ترک ډیپلوماتانو او هغوی چې سیاسي پاسپورټونه یې درلودل، د يو بل هېواد ته بغیر له وېزې سفر کولی شو. د ترکیې چارواکو وضاحت نه دی ورکړی چې د هغه تړون د لغوه کېدو وجه څه ده؟ په کابل کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.

د سیاسي چارو پوه او په قرغزستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عیسي مصباح چې اوس په ترکیه کې اوسېږي، ازادي راډیو ته وویل چې ښایي په ترکیه کې مېشت زیات شمېر افغانان له دغې پرېکړې ډېر اغېزمن شي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې له طالبانو مخکې وختونو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ډیپلوماتیک او سیاسي پاسپورټونه هر چا ته ورکړل شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا دا ډول پاسپورټونه قومي، ټولنیزو او نورو مخورو شخصیتونو ته ورکړل شوي. ښایي اوس هم د یوه لوي مولوي یا په یوه بل نوم خلکو ته دغه پاسپورټونه ورکول کېږي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان یو زیات شمېر سیاستوال، جهادي مشران او د پارليمان پخواني غړي ترکیې ته ولاړل چې یو شمېر یې د افغانستان ډيپلوماتیک پاسپورټونه لري چې تر دې تړون وروسته به یا وېزې اخلي او يا به هم له ترکیې وځي.

XS
SM
MD
LG