د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی ترکیې ته تللی دی


ملا عبدالغني برادر یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوای انځور.
ملا عبدالغني برادر یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوای انځور.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته تللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي د اګست پر اتمه په خبر کې ویلي دي چې د برادر په مشرۍ پلاوی په ترکیه کې له پانګوونکو سره ویني او هلته به په یو داسې کنفرانس کې ګډون وکړي چې افغانستان ته د پانګونې پر ورجلبولو به متمرکز وي.

تر اوسه ترکیو رسنیو د طالبانو د مرستیال وزیراعظم سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې بهرنۍ پانګونه خورا کمه شوې ده او د دې یو لامل د طالبانو پر حکومت د غربي هېوادونو یولړ اقتصادي او مالي محدودیتونه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو ډېری هېوادونه ورسره رابطې ساتي.

XS
SM
MD
LG