د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د "لادرکه" کشمیري شاعر احمد فرهاد نیول منلي


د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې فعالان د احمد فرهاد د لادرکۍ ضد مظاهره کړې وه.
د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې فعالان د احمد فرهاد د لادرکۍ ضد مظاهره کړې وه.

د پاکستان حکومت د "لادرکه" کشميري شاعر احمد فرهاد ګرفتاري ظاهره کړې ده او ویلي یې دي چې هغه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې پولیسو نیولی دی.

په اسلام اباد های کورټ کې د مې پر ۲۹مه د احمد فرهاد د موندلو لپاره د دایر شوي درخواست اورېدنه وشوه.

د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس منصور اختر کیاني په مشرۍ عدالتي اورېدنې ته د پاکستان څارنوال منصور عثمان اعوان، مرستیال څارنوال منور اقبال ډوګر او د قانون او انصاف وفاقي وزیر نذير تارړ حاضر شول.

منصور عثمان اعوان عدالت ته وويل چې د لادرکه احمد فرهاد موندل شوی او هغه دا مهال د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په يوه مقدمه کې د پوليسو په حراست کې دی.

نوموړي د فرهاد خلاف په تاڼه کې د داير شوې مقدمې نقل عدالت ته وړاندې کړ. خو تر دې مخکې چې کله مدني فعالانو او د هغه کورنۍ د احمد فرهاد د لادرکۍ موضوع راپورته کړه او احتجاج يې وکړ نو د پولیسو دريځ وو چې فرهاد له هغوی سره نه شته او دوی يې د موندلو هڅې کوي. عدالت تېره اونۍ د پاکستان څارنوال ته د احمد فرهاد د موندنې امر ورکړی وو.

احمدد فرهاد، چې په ټولنيزو رسنيو يې د جبري لادرکيو پر ضد پوسټونه کول ، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد کې له خپل کوره وتښتول شو، خو د مې پر ۲۸مه د هغه د لادرکۍ مسوليت چا نه وو منلی، البته د بشري حقونو يوشمېر فعالانو او د نوموړي د کورنۍ ځينې غړو د هغه د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کاوو. خو د پاکستان دفاع وزارت عدالت ته ویلي ول چې استخباراتي ادارې (ای اېس ای) هغه نه دی وړی.

د مې پر ۲۱مه د اورېدنې پر مهال جسټس محسن اختر کیاني ويلي ول چې استخباراتي ادارې باید د احمد فرهاد په ورکولو کې د دوی د لاسلرلو په اړه د شته تورونو په اړه خپل دريځ ورکړي.

د مې پر ۲۵مه د مقدمې د اورېدنې پر مهال جسټس محسن اختر کیاني د درېیو استخباراتي ادارو سیمه ایزو مشرانو ته عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی وو. د احمد فرهاد د ورکېدنې پر ضد مظاهرې هم شوې دې.

په پاکستان کې د خلکو د ورکېدنې لړۍ د پخوا راهسې روانه دي. د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر نذیر تارړ په وروستیو کې ویلي ول چې د لارکه کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷،۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

XS
SM
MD
LG