د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني‌ پوځ په ټانک کې د ۴ وسلوالو وژلو ادعا کړې ده


د ټانک نقشه.
د ټانک نقشه.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په ټانک کې یې د عملیاتو په مهال څلور وسلوال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د اپرېل پر ۲۹مه، په یو بیان کې ویلي دي چې وژل شوي کسان په پوځیانو په بریدونو کې ککړ وو.

پوځ دا نه دي ویلي چې د دې مبینه وسلوالو تعلق له کومې ډلې سره وو او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو انتظامي او امنیتي چارواکي زیاتره په هدفي عملیاتو کې مشکوک وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۲مه په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

په خیبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده او وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

په هغه صوبه کې د روانې ناامنۍ پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د اپرېل پر ۱۷مه پوځ په شمالي وزیرستان کې د نښتې پر مهال د اووه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

دا راز د اپرېل پر ۱۳مه په بونېر کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال یې په نښته کې د دوه سرتېري او یو مشکوک وسلوال د وژنې ویلي ول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG