د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې زده کوونکو د پياده لارې تړل کېدو خلاف مظاهره کړې ده


د سوات په یو بازار کې پولیس سرتېري د تلاشۍ لپاره ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.
د سوات په یو بازار کې پولیس سرتېري د تلاشۍ لپاره ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.

په سوات کې د افضل خان پوسټ ګريجوېټ زده کوونکو د اپریل پر ۱۹مه د مرکزي لارې تړل کېدو ضد او د امنيت ټينګښت لپاره مظاهره کړې ده.

مظاهرچيان د مټي څلور لاري ته ورغونډ شوي ول او مرکزي لارې يې د احتجاج په توګه تړلې وې.

په افضل خان پوسټ ګريجوټ کالج کې له ۳،۵۰۰ زيات زده کوونکې زده کړې کوي. دوی وایي، کالج ته تلونکې لار د امنيتي حالاتو له وجې تړل شوې او متبادل لاره ورته اوږده پرېوځي.

د مظاهرې يو ګډونوال عالم خان مشال راډيو ته وويل چې کالج ته تلونکې لاره د موټرو لپاره تړل شوې وه خو اوس پري پلی (پيدل) هم څوک نشي تللی:"زموږ د کالج مرکزي لار بنده کړل شوې ده او اوس خو عام خلک هم پري تګ راتګ نشي کولي."

د مظاهرې ګډونوالو وويل چې بايد انتظاميه دا ستونزه هواره کړې ځکه چې د زده کوونکو ترڅنګ عام ولس هم له ستونزو سره مخ دی.

بل پلو د مټي تحصيل مرستيال کمېشنر عبدالقيوم خان او نور چارواکيو د مظاهرچيانو سره خبرې وکړې او د لارې خلاصولو تر ژمنې وروسته زده کوونکو مظاهره ختمه کړه.

XS
SM
MD
LG