د پاکستان وفاقي حکومت د پېټرولو او ډیزلو بیې زیاتې کړې دي.
د دې هېواد د مالیې وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په بیان کې ویلي چې د پېټرولو په یوه لیټر کې د څلور روپیو او ۵۳ پیسو او د ډیزلو د یو لیټر په قېمت کې د ۸ روپیو او ۱۴ پیسو زیاتوالی شوی دی.
بیان زیاتوي چې دا قېمتونه به د اپرېل ۱۶مې څخه عملي وي. له دې سره د پېټرولو یو لیټر شپږ پیسې کم ۲۹۴ روپیو او د ډیزلو یو لیټر ۲۹۰ روپۍ او ۳۸ پیسو ته رسېدلی دی. د مالیې وزارت ویلي چې دا قېمتونه به تر ۱۵ ورځو پر هم دې حالت برقرار وي.