د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې نن د سېنېټ انتخابات روان دي


 د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی: انځور له ارشیفه 
د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی: انځور له ارشیفه 

نن (د اپریل په دویمه) د پاکستان په قامي او د پنجاب او سيند په صوبايي اسمبليو کې د سېنېټ پر خالي شويو څوکيو انتخابات کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ويلي چې د سېنېټ پر ۴۸ خالي شويو چوکيو کې له بلوچستانه ټول ۱۱ او له پنجابه اووه نوماندان بې له مقابلې منتخب شوي دي.

ټاکل شوې وه چې نن به د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي هم د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخلي خو د ځانګړو څوکيو پر سر د را ولاړ شوي جنجال له امله کمېشن نن هلته انتخابات وځنډول او اوس به د سېنېټ له پاتې ۳۰ څوکيو څخه پر ۱۹ څوکيو انتخابات کېږي.

په دې لړ کې د رايې اچونې بهير د سهار له نهو بجو پيل شوی چې د مازيګر تر څلورو بجو به روان وي. د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی.

په پاکستان کې هر درې کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي او استازي يې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. ټاکل شوې چې نن په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غړي د سېنېټ د يوې عمومي څوکۍ تر څنګ د پوهانو يا ټېکنوکراټانو او علماوو پر يوې څوکۍ د سېنېټ غړي وټاکي.

که څه هم په خیبر پښتونخوا صوبه کې د سېنېټ انتخابات ځنډول شوي دي خو د پخوانۍ پروسې مطابق ټاکل شوې وه چې د خيبر پښتونخوا او سيند اسمبليو غړي له هرې صوبې د اووه، اووه عمومي څوکيو تر څنګ، د ټېکنوکراټانو او علماوو پر دوو، دوو څوکيو او همدا ډول د ښځو پر دوو، دوو څوکيو د سېنېټ غړي انتخابوي.

بلخوا به پنجاب کې د ټېکنوکراټانو او علماوو پر دوو، دوو څوکيو او همدا ډول د ښځو پر دوو، دوو څوکيو د سېنېټ انتخابات کېږي.

داراز، دا ځل به د پنجاب او سيند اسمبليو غړي د مذهبي لږکيو لپاره پر خالي شوې يوې، يوې څوکۍ هم سېنېټر انتخابوي.

اخوا په سيند اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ملاتړ لرونکي د سني اتحاد کونسل غړو د سېنېټ په انتخاباتو کې د برخې نه اخيستو اعلان کړی دی. د پاکستان تحريک انصاف د سيند صوبې مشر حليم عادل شيخ په دې اړه د اپریل په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل:

"موږ د سېنېټ انتخاباتو بشپړ پرېکون کوو. زموږ نوماندانو خپل کاغذونه بېرته اخيستي دي. په سيند اسمبلۍ کې زموږ يوازې نهه غړي دي، نور په درغليو اسمبلۍ ته ‏رسېدلي دي."

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې سني اتحاد کونسل په سيند اسمبلۍ کې د سېنېټ په انتخاباتو کې د برخې نه اخيستو په اړه هغوی ته ليک نه دی لېږلی. خو ځينې شنونکي وايي چې په سيند اسمبلۍ کې د سني اتحاد کونسل د نوماند د بريالي کېدو تمه نه شته نو ځکه هغوی دا پرېکړه کړې ده.

پخوا قبایلي سیمو هم په سېنېټ کې څوکۍ لرلې خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې هغه ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو په تدریجي ډول یې څوکۍ کمې او له ۲۰۲۴ز کال څخه په بشپړ ډول ختمې شوې.

XS
SM
MD
LG