د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالانو د ګلګت بلتستان د ۱۳ کلنې نجلۍ تښتونې پرضد مظاهره کړې ده


فعالانو د ګلګت بلتستان د ۱۳ کلنې نجلۍ تښتونې پرضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

مدني او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستانه د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د تښتونې او ودولو پرضد مظاهره کړې ده. د مارچ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې مظاهرچیانو وویل چې د نجلۍ د تښتونې مقدمه دوه میاشتې مخکې دایره شوې خو چارواکو یې د تښتوونکو پرضد اقدام نه دی کړی. البته څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې نجلۍ ویلي دي چې په خپله خوښه یې واده کړی دی خو احتجاجیانو ویلي دي چې په هغې ویډیو په زور جوړه شوې ده. د ګلګت بلتستان چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې مقدمه په هغه صوبه کې نه ده ثبت شوې. ده زیاته کړه چې هغه قضیه اوس په عدالت کې ده او تر عدالتي امر وروسته به اقدام کوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG