د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ ۱۰ افغانانو ته د پاکستانیو اسنادو ورکولو امر کړی دی


د پېښور های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د فبرورۍ پر ۲۰مه د یو افغان وګړي د غوښتنلیک اورېدنه وکړه.
د پېښور های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د فبرورۍ پر ۲۰مه د یو افغان وګړي د غوښتنلیک اورېدنه وکړه.

پېښور های کورټ ۱۰ هغو افغان وګړو ته د پاکستان اورېجن کارډونو (پي او سي) په نوم د اسنادو ورکولو امر کړی دی چې له پاکستانیو وګړو سره یې ودونه کړي دي.

د پاکستان اورېجن کارډ د دایمي استوګنې د سند په څېر وي. د پاکستان د قانون له مخې، د اورېجن کارډ لرونکي په ازادۍ پاکستان ته تللی او له پولیسو سره د ځان له ثبتولو بغیر په هغه هېواد کې په دايمي ډول اوسېدای شي. داراز، د هغه کارډ‌ لرونکي په پاکستانیو بانکونو کې خپل حساب پرانیستی شي او هلته سوداګري او کاروبار هم کولای شي.

د های کورټ جسټس عتیق شاه او جسټس انوار الحق د فبرورۍ پر ۲۰مه د یو افغان وګړي د غوښتنلیک د اورېدنې پر مهال د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ته حکم وکړ چې هغو ۱۰ افغانانو، چې نهه یې سړي او یوه یې ښځه ده، ته د پاکستان اورېجن کارډونه (پي او سي) ورکړي.

د هغو افغانانو وکیل ممتاز خان تر پرېکړې وروسته مشال راډیو ته وویل چې نادرا چې هغوی ته کارډونه ورکړي نو بیا به یې کوچنیو ته د فارم ب په نوم سند او ۱۸ او تر ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکو بچیو ته شناختي کارډونه ورکوي.

د ۱۹۵۱ز کال د وګړیتوب د قانون له مخې، پخوا یوازې هغو بهرنیو ښځو ته د پاکستان شهریت ورکول کېده چې مړونه به یې پاکستانیان ول خو د پاکستانیو ښځو بهرنیو مړونو تابعیت نه شو ترلاسه کولای.

البته له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د عدالت په امر د پاکستانیو ښځو بهرنیو مړونو ته هم شهریت ورکول کېږي. پېښور های کورټ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه ۱۰۹ افغانانو ته د پاکستان اورېجن کارډونو ورکولو امر کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو د وزارت د شمېرو له مخې د فبرورۍ تر ۱۹مې ۲۹۰،۰۰۰ بې اسناده افغانان د تورخم او انګور اډې او داراز لسګونه زره نور په نورو لارو خپل وطن ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې لکونه افغانان اوسي چې زیاتره یې په ۱۹۸۰ز لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته پاکستان ته کډه شوي ول. له هغوی څخه یې ځینو له پاکستانیانو سره ودونه کړي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنري وايي، په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ۵۴ کیمپونه دي چې تر ټولو زیات یې په خیبر پښتونخوا کې دي. د کمېشنرۍ په خبره، ۳۲ سلنه افغانان په کیمپونو او پاتې په عادي ښاري او کلیوالو سیمو کې اوسي.

XS
SM
MD
LG