د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ځینو افغانانو اوږد مهاله اوسیدو ته زمینه برابريږي


ډاکټر عمر زاخېلوال
ډاکټر عمر زاخېلوال

صفی الله ستانکزی

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي تمه ده پاکستاني چارواکي هغه وړاندیزونه ومني چې له مخې یې په دغه هېواد کې د ځینو افغانانو اوږدمهالې اوسیدو ته زمینه برابریږي.

ښاغلي زاخیلوال د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل، دا هغه افغانان دي چې له پاکستاني مېرمنو سره یې ودونه کړي او یا یې هم د زده کړو او پانګونو په څېر مهم کارونه پاتې دي.

((هغه افغانان چې دلته جایدادونه لري، هغه افغانان چې دلته کاروبار لري، هغه افغانان چې اولادونه یې دلته پوهنتونونه وايي، په دې اړه یوې نتیجې ته رسیدلي یو. همداراز په دې توافق شوی دی هغه پاکستانۍ ښځې چې له افغانانو سره یې ودونه کړي، د هغوی مېړونو ته به پنځه کلنې ویزې ورکړل شي. دا ټول مسایل زمونږ په وړاندیز کې شامل دي چې او هیله ده تر یوې یا دوو اونیو په دې اړه پرېکړه وشي.))

په پاکستان کې افغان سفیر په داسې حال کې له پاکستاني چاراکو ځینو افغانانو ته د ویزې د صادرولو تمه کوي چې په دې وروستیو کې زرګونه افغانان په زور خپل هېواد ته لیږل شوي او له ځینو یې په پاکستان کې جایدادونه، کورنۍ، مېرمنې او بچیان پاتې دي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدنې مرکز
په پېښور کې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدنې مرکز

تېره اوونۍ یو شمېر پاکستاني مېرمنو چې له افغانانو سره یې ودونه کړي په پېښور کې اعتراض وکړ چې حکومت یې خاوندان په زوره ایستلي دي.

د پېښور یوې اوسیدونکې شمیم مشال راډیو ته وویل حکومت یې افغان خاوند په زور ایستلی او دا اوس له خپلو بچیانو سره یواځې پاتې ده.

(( د خاوند نوم مې بهادر دی. هغه یې د تورخم له لارې ډېپورټ کړی دی. مونږ ته ماشومان پاتې دي. مونږ ته ډېر زیات تکلیف دی او سختې ستونزې لرو. مهرباني دې وکړي، که هغه نواز شریف دی، پرویز خټک دی یا راحیل شریف دی، له مونږ سره دې په دې برخه کې مرسته وکړي.))

پاکستانۍ مېرمنې افغان مېړنو ته شهریت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د پېښور یوه بله اوسیدونکې نسیمه چې افغان خاوند یې پاکستاني پولیسو ډیپورټ کړی په پاکستاني چارواکو سخت انتقاد کوي او وايي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی.

((شربت ګله د خپل ملک مشر په ښه احترام بوتله خو زمونږ د ملک مشران د پښتنو لپاره هېڅ کار نه کوي.))

د نسیمې شپږ لوڼې او زامن دي او شپږ میاشتې کیږي چې خاوند یې په زور له پاکستانه ایستل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د شمېرو له مخې یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا درې نیم لکه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.په دې ډله کې ډېر شمېر کسان په زور هم ایستل شوي دي.

څه وخت مخکې د خیبرپښتونخواه اعلی وزیر پروېز خټک بیا د جبري ویستلو مسئله رد کړې وه او ویلي يې وو چې ټول ناراجستر شوي افغانان به ثبتیږي او له ثبت وروسته به خپل هېواد ته واستول شي.

په پاکستان کې د افغانانو څو لسیزې کډوالۍ تر ډېره ګډ ټولنیز او فرهنګي دودونه او ارزښتونه دومره سره نږدې کړي چې د جبري ویستلو په څېر هر ډول مسایل او بې پامي به لسګونه نورې ستونزې وزیږوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG