د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بره کورمې کډوال وايي د انتخاباتو کمېشن ورته د رايو اچولومرکزونه نه دي‌ جوړ کړي


د کورمې کډوال د کورونو پرېښودو په حال کې - انځور له ارشیفه
د کورمې کډوال د کورونو پرېښودو په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا له بره کورمې د بې کوره شويو خلکو کمېټې مشر وايي د دوی لپاره د انتظاماتو نه شتون له وجې ښايي د فرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې نیږدې دیرش زره خلک له رایې ورکولو پاتې شي.

د دې کمېتې مشر ملک عطاالله خان خلجي وویل د فرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په بیا بیا یې د ټاکنو د کمېشن او نورو ادارو اړونده چارواکو سره په دې اړه رابطي کړي خو بیا هم د دوی لپاره د رایې ورکولو مرکزونه جوړ نه شول.

هغه وويل: "موږ په پیښورهايکورټ کې يو درخواست ورکړی او د صوبايي حلقې ۹۶مې يو امیدوار د ټاکنو په کمیشن کې درخواست کړی وو چې بې کوره شويو لپاره په کوهاټ، هنګو او پیښور کې د رايو اچولو مرکزونه جوړ ي. بیا مو ډيپتي کمیشنر ته هم وویل خوزموږ دا غوښتنه ونه منل شوه. او اوس به څه د پاسه ديرش زره خلک د رایو له ورکولو محرومه پاتې شي."

د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې دا هغه بې کوره شوي خلک دي چې په ۲۰۱۰م کال کې په کورمه کې د توري بنګش او منګلو قبیلو تر منځ د اوبو په سر د شخړو له وجې بې کوره شوي وو. په دغو نښتو کې تر سلو زیات کسان وژل شوي هم وو. کډه شوي خلک په کوهاټ، هنګو، پېښور، ایبټ اباد او حسن ابدال کې اوسېږي.

په کورمه کې د ټاکنو د کمېشن يو چارواکي محمد ساجد د فرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د دغې ضلعې د کډوالو په اړه دوی ته څه نه دي‌ويل شوي.

هغه زیاته کړه: "موږ د کډوالو لپاره د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې هم انتظامات کړي وو او بیا به یې هم کوو. خو د خیبر پښتونخوا صوبې د قدرتي‌افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د راپور له مخې دا مهال د کورمې ضلعې هيڅ کډوال نشته. کوم خلک چې له کورمې بې کوره شوي وو، هغوی په دایمي ډول په نورو ځایوو کې اوسېږي، کورونه لري، جایدادونه یې دی نو په داسې حال کې ځانګړي انتظامات نه شي کېدلی."

د پي ډي اېم چارواکي هم وايي چې دوی سره یوازې د شمالي وزیرستان هغه کډوال ثبت دي چې د پوځي عملياتو او جګړو په وخت یې خپل کلي‌ پرېښي وو. د دې ادارې ویاند، احسان داوړ د فرورۍ پر څلورمه مشال راډيو سره خبرو کې زیاته کړه چې دغه څه دپاسه اتلس زره کډوال د دته خېل، سیدګي او مده خېلو دي چې په بنو او بکاخېلو کې ژوند کوي. د هغه په وينا د دغو بې کوره شويو لپاره د رايواچولو مرکزونه جوړ شوي دي.

د شمالی وزیرستان د کډوالو د کميټۍ مشر او په راتلونکو انتخاباتو کې د ملي‌جمهوري غورځنګ کاندید، ملک رحمت غلام مشال راډيو سره په خبرو کې د دغه خبرې تصديق وکړ چې د انتخاباتو کمېشن په بنو او بکاخېلو کې د کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG