د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا دوکانداران وايي کلونه واوښتل خو د ړنګو دوکانونو معاوضه ورنکړل شوه


په ۲۰۱۴م کې د وسلوالو ضد د ضرب عضب په نوم د پوځي کارروايۍ پر مهال د سیمې دوکانونو او کورونو ته نقصان رسېدلی وو: د ارشیف انځور
په ۲۰۱۴م کې د وسلوالو ضد د ضرب عضب په نوم د پوځي کارروايۍ پر مهال د سیمې دوکانونو او کورونو ته نقصان رسېدلی وو: د ارشیف انځور

د شمالي وزیرستان د میرامشا دوکاندارانو له ځايي انتظامیې د خپلو ړنګو دوکانونو د تاوانونو غوښتنه کړې ده.

ځايي دوکاندارانو او د مارکیټونو مالکانو د نومبر پر ۱۷مه، په میرامشا پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، مخکې یې هم د تاوانونو د معاوضې لپاره مظاهرې کړې دي چې د ورکولو ژمنې ورسره شوې دي خو کله ورته ویل کېږي چې فنډونه نشته او کله دا چې د تصدیق عمل روان دی. دوی وايي، دوفاقي حکومت لخوا صوبايي حکومت ته د هغوی د معاوضې یو نیم اربه روپۍ ورکړل شوي خو هغوی ته نه دي ورکړل شوي. دوی وايي، اوس حکومت یو ځلې بیا د هغوی د تصدیق عمل پیل کړی خو دوی ته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه چې د تصدیق پروسه څو څو وارې مخکې هم تر سره شوې ده.

د میرامشا بازار دسوداګرو د کمیټۍ مشر انور حسن مشال راډيو ته وویل چې د دوی د تصدیق عمل شوی دی نو د میرلي په شان دې دوی ته هم خپلې پیسې ورکړل شي. هغه وايي له ډېرو منډو ترړو وروسته دا پیسې له مرکزه صوبې ته رسېدلي خو اوس ورته په یوه او بله پلمه نه ورکول کېږي.

د میرامشا بازار د کاروباریانو د کمیټې مشر ثنا الله د نومبر په ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د بازارونو د ړنګېدو نه پس یې ژوند خراب دی، پورونه پرې اوښتي دي، حکومت د معاوضې منظوري ورکړې ده خو د تصدیق په نوم یو وارې بیا ځنډول کېږي.

د میرامشال بازار دوکاندارانو تر دې مخکې هم د معاوضې غوښتنې لپاره مظاهرې کړې دي. دوی وايي چې له مرکزه د دوی لپاره یو نیم اربه روپۍ راغلي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور افریدي مشال راډيو ته وویل چې حکومت ۲۹۵۰ دوکاندارانو ته د تاوانونو معاوضې ورکړې دي چې کوم پاتې دي د هغوی لپاره په راغلیو فنډونو خبرې روانې دي او زر به دوکاندارونه ته ورکړل شي.

په ۲۰۱۴م کې د وسلوالو ضد د ضرب عضب په نوم د پوځي کارروايۍ پر مهال د سیمې دوکانونو او کورونو ته نقصان رسېدلی وو او تر یو ملیون زیات خلک بې کوره شوي وو. چارواکي وايي، په سیمه کې د میرامشا نیمايي او د دته خېلو ټولو دوکاندارانو لا معاوضې نه دي تر لاسه کړي.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

XS
SM
MD
LG