د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په انتخاباتي قانون کې بدلونونه کوي


په پاکستان کې د اوسني حکومت او قامي اسمبلۍ موده راتلونکې میاشت پای ته رسېږي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې د اوسني حکومت او قامي اسمبلۍ موده راتلونکې میاشت پای ته رسېږي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د قانون وفاقي وزير نذير تارړ ويلي دي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو اصلي موخه په هېواد کې شفاف انتخابات کول دي.

تارړ نن (د جولای پر ۲۶مه) د پارليمان د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وېنا کې د نگران حکومت په اړه په قانوني مسوده کې د تراميمو وضاحت هم ورکړ او ویې ویل چې د نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته یې په بېل کې ځینې بدلونونه وکړل او د هغه په خبره دا ټولو ته د منلو وړ دي. ''په بېل کې [بیا بدلونونه] مو په دې خاطر وکړل چې سبا پرې دا نیوکه ونشي چې په دې قانون کې ابهام وو او د هغې له وجې د دې غلط استعمال وشو او له وجې یې د انتخاباتو پر نتیجو اغېز پرېوتو.''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د انتخاباتو په قانون کې د بدلون کولو پرېکړه کړې او په هغه قانون کې یې ۵۴ تراميم تجويز کړي دي چي تر مخه به يې د موجوده اسمبلۍ موده له ختمېدو وروسته نګران حکومت ته پراخ اختيارات ورکول کېږي، نګران حکومت د ملک د اقتصاد په اړه د مهمو پريکړو کولو اختيار لري او د نورو هيوادونو او بين المللي ادارو سره به د تړون کولو واک هم لري.

د قومي اسمبلۍ او سېنېټ په ګډه غونډه کې د حکومت مخالفو ګوندونو تحريک انصاف او جماعت اسلامي غړو علي ظفر او مشتاق احمد سربيره د حکومتي ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نون او جميعت علما اسلام غړو رضا رباني، عرفان صديقي او کامران مرتضی هم د انتخابي اصلاحاتو په اړه د هغې قانوني مسودې مخالفت کړی وو چې تر دې وروسته ورته حکومت بیا کتنه وکړه.

د پارلیمان غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند سېنېټر رضا رباني د حکومت هغه اقدام وستایه چې د بېل یې بیا کتنه وکړه او ځینې بدلونونه یې پکې وکړل.

د سیاسي چارو شنونکي مبارک علي د انتخابي اصلاحاتو د بېل په اړه د مشال راډیو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "دا چي څومره په تندۍ سره حکومت دا بېل وړاندې کړو، شکونه راپورته کوي. د انتخابي اصلاحاتو په نوم نګران حکومت ته ډېر زيات اختيارات ورکول کيږي، د نګران حکومت کردار خو په ايين کې ډېر واضح دی چې يوازې شفاف انتخابات به کوي او د امن و امان خيال به ساتي او ورځني کارونه به سر ته رسوي، خو دوی نګران حکومت ته د غټو فيصلو اختيار ورکوي، نو داسې ښکاري چې حکومت انتخابات په خپل وخت کول نه غواړي."

د سیاسي چارو یو بل شنونکي افتخار مشواڼي هم په یاده قانوني مسوده نيوکې وکړې او مشال ريډيو ته يې وويل: "زه صرف دا وايم چې دا د حکومت او متعلقه ادارو چي مونږ ورته اسټبلیشمنټ وايو بدنيتي ده. دوی اليکشن په وخت کول نه غواړي او که و يې هم کړي نو د خپلې مرضۍ نتيجې حاصلول غواړي. دا بېل د راروانو انتخاباتو د کنټرولولو، د ټګۍ برګۍ کولو او د خپلې خوښې نتیجو راویستلو یو چال دی."

خو بلخوا حکومت وايي چي پر دې قانوني مسوده له تيرې ډيرې مودې راهیسې کار روان وو او په بيړه نه ده جوړه شوې او نه يې هم مقصد د انتخاباتو ځنډول دي. د حکومتي ګوند مسلم ليګ نون يوې مشرې عظمی بخاري، بر بېل د ځینو نيوکو په ځواب کې وويل: " انتخابات به په خپل وخت په نومبر کې کيږي. د درو مياشتو د پاره به نګران حکومت جوړېږي. نګران حکومت له د لويو پرېکړو اختيار ځکه ورکول شوی دی چې د وخت ضرورت او د ملک د اقتصادي حالت تقاضا ده. خو د نګران حکومت موده به په هيڅ صورت نه غځول کيږي، دا د څو ورځو خبره ده، چې د اسمبلۍ موده پوره شي نو د انتخاباتو د نيټې اعلان به و شي."

د تجويز شویو انتخابي اصلاحاتو تر مخه د ټاکنو کمېشن تر انتخاباتو يوه ورځ وړاندې د خلکو شکايتونه ختموي، له ټاکنو پینځه ورځې وړاندې به انتخابي مرکز نه بدليږي، د ټاکنو عمله به په خپله سيمه کې ډيوټي نه کوي، د قومي اسمبلۍ کانديد ته به د ۴۰ لکه نه تر يو کروړ روپو پورې او د صوبايي اسمبلۍ اميدوار ته به ۲۰ لکه نه تر ۴۰ لکه پورې روپۍ په انتخابي کمپين د خرڅ کولو اجازه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اوسني حکومت موده کې په څو اوونیو کې پای ته رسېږي او وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې په اګست میاشت کې چارې لنډمهالي حکومت ته سپاري.

د قانون له مخې په پاکستان کې لنډمهالی حکومت د ټاکنو له کمېشن سره په ګډه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او تر هغې وروسته چارې نویو واکدارانو ته سپاري.

په پاکستان کې د ټولټاکنو کره نېټه لا هم نه ده اعلان شوې او د حکومت مخالفين نيوکې کوي چې د انتخاباتو په قانون کې هغه تراميم په ملک کې د ټولټاکنو ځنډولو پلمه کېدلای شي خو حکومت دا نيوکې ردوي او وايي چې انتخابات به په خپل وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG