د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې روغتیاپالانو د ځايي‌ ډاکټر د وژنې پرضد احتجاج کړی دی


روغتیاپالان د جنورۍ پر ۲۰مه په باجوړ کې د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته په سړک احتجاجا ناست دي.
روغتیاپالان د جنورۍ پر ۲۰مه په باجوړ کې د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته په سړک احتجاجا ناست دي.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې باجوړ ډاکټرانو په هغه ضلعه کې د یو ډاکټر د وژنې پرضد احتجاج کړی دی.

د باجوړ د روغتیاپالانو د ټولنې مشر ډاکټر محمد یوسف د جنورۍ پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل، حکومت دې ورته خوندیتوب ورکړي او د وژل شوي ډاکټر عبدالرحمان قاتلان دې ونیسي او د هغه له کورنۍ سره دې مرستې وکړي.

هغه وویل، "ډاکټران داسې څوک دي چې د هر چا او په هر ځای کې خدمت کوي. موږ له هر چا خواست کوو چې پر موږ دې حملې نه کوي. موږ له حکومته هم مطالبه کوو چې تحفظ دې راکړي."

روغتیاپالانو د جنورۍ پر ۲۰مه د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته تر څو ساعتونو پرلت هم وهلی وو خو وروسته د ضلعې انتظامي مشر انوار الحق پرلت ته ورغلی او له پرلتوالو سره یې تر مذاکراتو وروسته روغتیاپالان خپلو کورونو ته لاړل.

د باجوړ مرستیال کمېشنر (له کېڼې خوا دریم) د پرلتوالو سره د خبرو په مهال
د باجوړ مرستیال کمېشنر (له کېڼې خوا دریم) د پرلتوالو سره د خبرو په مهال

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۹مه د باجوړ ماموند تحصیل په بادسیا کلي کې وسلوالو د پولیو واکسینو پر کوارډېنېټر ډاکټر عبدالرحمان او له هغه سره په ګاډي کې ناست ملګري ډزې وکړې چې پکې دواړه زخمیان شول. ډاکټر عبدالرحمان وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جنورۍ پر اتمه د باجوړ ماموندو په بیلوټ فرش سیمه کې د پولیسو پر ګاډي بمي برید اته پولیس ووژل او ګڼ یې ژوبل کړل.

هغه پولیس سرتیري په سیمه کې د پولیو ضد کمپین د ساتنې لپاره په لار ول چې د برید ښکار شول.

په باجوړ کې د امنیت لپاره د اېکشن کمیټۍ مشر نثار باز مشال راډیو ته وویل چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پرضد یې دوی وخت په وخت غونډې، لاریونونه او جرګې کړي دي خو لا هم هلته امن نه دی راغلی.

باز وویل "کله ډاکټر په نښه کېږي، کله دیني عالم، کله پولیس او ځایي مشران او کله بیا په یوه بمي چاودنه کې ۶۰ یا ۸۰ پښتانه د خاورو لاندې شي."

نوموړي زیاته کړه، " هلته مزاحمت ته هم ضرورت دی او جلسو جلسونو او احتجاجونو ته هم. عام ولس سره په لاس کې نور څه دی؟ همدا احتجاجونه او دهرنې کولی شو، نور به څه وکړو؟ حکومت چې چا ته ټوپک په لاس کې ورکړی دی دا د هغوی ذمه واري ده چې امن قایم کړي."

باجوړ د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د ناامنۍ په پېښو کې د سیمې مشران، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.

د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د هغې ضلعې په ناوګۍ کې د وسلوالو د انتخاباتو د احتمالي نوماند سید رحیم پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو او یو ملګری یې ووژل شو.

تر هغې مخکې په نومبر کې په خار او ډمه ډوله کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

دا راز د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې وسلوالو په ماموندو او خار تحصیل کې یو قاري او یو دیني عالم ووژل.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول چې په نتیجه کې یې پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې وې.

په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG