د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ امن جرګه وايي د امنیت ټینګول د حکومت مسوولیت دی


د باجوړ ځوانانو د اګست پر ۱۴مه د امن لپاره د لاریون اعلان کړی وو خو بیا وروسته یې د امنیت د نه شتون له وجې لاریون و نه کړ ـ پخوانی انځور.
د باجوړ ځوانانو د اګست پر ۱۴مه د امن لپاره د لاریون اعلان کړی وو خو بیا وروسته یې د امنیت د نه شتون له وجې لاریون و نه کړ ـ پخوانی انځور.

د باجوړ په مرکز خار کې سیاسي مشرانو او فعالانو له حکومته په سیمه کې د امن د راوستلو غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۲۲ز کال کې د امن مطالبې لپاره جوړې شوې د "باجوړ امن جرګې" د ډېسېمبر پر اوومه یو وارې بیا د امن لپاره خپلې غوښتنې تکرار کړې.

په جرګه کې شامل د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي مشر سید صدیق اکبر وویل په جرګه کې په دې هم خبرې وشوې چې که ځايي ولس ته د وسلو د لرلو اجازت ورکړل شي نو دوی په خپله د ځان دفاع او ساتنه کولی شي. خو دوی د دې غوښتنې مخالفت کوي.

هغه وویل: "ډېرو مشرانو د وسلې د ازادولو غوښتنه کوله خو موږ همېشه وایو چې ټوپک موږ ته بدقسمتي راوړې ده. د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت ذمه واري ده او باید خپل مسولیت په ښه توګه سر ته ورسوي."

د باجوړ امن جرګه وروسته تر هغې جوړه شوه چې کله د ۲۰۲۲زکال په اګست کې د ښار تحصیل بلدیاتي ناظم سید باچا په ګاډي چاودنه شوې وه. په هغه حمله کې نوموړی روغ وتلی وو خو وروسته جمعیت علما اسلام (ف) په اګست کې د اتو ورځو لپاره پرلت ووهو. په تعقیب یې د پولیسو او ځايي انتظامیې په ډاډ ګېرنه او باور هغه پرلت ختم شوی وو.

اوس د باجوړ امن جرګه غواړي چې حکومت دې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د قلنګونو اخیستنې مخه ونیسي. دوی ویلي چې که غوښتنې یې و نه منل شي نو په پرلت وهلو به مجبور شي.

دا په داسې حال کې ده چې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په نومبر میاشت کې د باجوړ په خار او ډمه ډوله کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل ول.

دا راز په اکتوبر میاشت کې وسلوالو په ماموندو او خار تحصیل کې یو قاري او یو دیني عالم ووژل.

تر هغې مخکې د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې د هغه ګوند د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول.

په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG