د ښځو لپاره له کوره بهر کار کول اسان دی او که ګران؟
د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د ځانګړې خپرونې "نوې نړۍ" په دې برخه کې پر دې بحث شوی چې د پښتنو په ښاري سیمو کې د سړيو تر څنګ يو شمېر ښځې هم د خپلو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره کارونه کوي. دا چې د کور د کارونو ترڅنګ له کوره بهر کار کول د ښځو لپاره اسان دی او که ګران، په دې خپرونه کې يې واورئ.