د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرنټېر پوسټ ورځپاڼې مالک او ایډیټر رحمت شاه اپرېدی مړ شو


رحمت شاه اپرېدی د دسمبر پر نهمه ناوخته د ۷۴ کالو په عمر کې مړ شو.
رحمت شاه اپرېدی د دسمبر پر نهمه ناوخته د ۷۴ کالو په عمر کې مړ شو.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې "دي فرنټېر پوسټ" مالک او ایډیټر رحمت شاه اپرېدي مړی د دسمبر پر لسمه په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي جنازه د پېښور په حیات اباد کې وشوه چې د پېښور او خیبر د خبریالانو، ځايي‌ قبایلي او سیاسي مشرانو تر څنګ ګڼ شمېر خلکو پکې ګډون وکړ.

دا له هغه وروسته ده چې د ده زوی جلیل اپرېدي پر ایکس پاڼه په یو بیان کې وویل چې پلار یې د ۷۴ کالو په عمر مړ شوی دی.

رحمت شاه اپرېدی د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې "دي فرنټېر پوسټ" تر څنګ د اردو ژبې " میدان " مالک هم وو. دي فرنټېر پوسټ په ۸۰مه او ۹۰مه لسیزه کې د وخت تر ټولو لویه او مشهوره ورځپاڼه وه.

رحمت شاه اپرېدي‌ لومړی میدان ورځپاڼه جوړه کړې وه او بیا یې د پښتنو سیمو ته د نړیوال پام راګرځولو لپاره په انګرېزي ژبه کې "دي فرنټېر پوسټ" ورځپاڼه هم پیل کړه.

په دې ورځپاڼه کې له رحمت شاه اپرېدي سره په کلونو نژدې پاته شوی خبریال شمیم شاهد وايي، دوی تل له اصولو سره سم د ولس د خدمت خبریالي کړې وه.

ده وویل، "حقیقت دا دی چې کله هغه ورځپاڼه پیل کړه نو په دې صوبه کې ځینې مسلې، یوه ترهکري وه او بله د افغان کډوالو، بله د کالاباغ ډېم او بله د دې صوبې د حقونو وه. دي فرنټېر پوسټ دا خپلې ګڼلې وه او ویل به یې چې د حکومت او اسلام اباد تګلارې او له پښتنو سره چلند سم نه دی."

شمیم شاهد وايي، رحمت شاه اپرېدي د ورځپاڼې ټول واک کارکوونکو ته پرېښی وو خو دا خبره یې ورته کړې وه چې باید "د محرومو او مظلومو خلکو لپاره صحافت وکړي."

ده وویل، "چې کله فرنټېر پوسټ پیل شو نو په دې ورځو کې ولي خان خپل کتاب لیکی او هغه ته د پنجاب په ورځپاڼو کې ځای نه ورکول کېدی، خو دي فرنټېر پوسټ هغه کتاب قسط وار چاپ کړی او ولسونو ته رسولی وو."

شمیم شاهد وویل، دا خبره پر خپل ځای ده چې رحمت شاه اپرېدی خبریال نه وو خو د خبریالۍ لپاره یې لوی کار کړی وو.

دي فرنټېر پوسټ ورځپاڼې د هغه وخت یو بل خبریال او اوس د کراچۍ پریس کلب جنرل سیکرټري نعمت خان مشال راډیو ته وویل چې د ملک د ټولو صوبو د خبریالانو خواهش وو چې د رحمت شاه اپرېدي په ورځپاڼه کې کار وکړي.

ده وویل، "زه د یو کانفرنس لپاره منېلا ته لاړم، هلته د نیپالیز ټایم په نامه ورځپاڼې ایډیټر رانه تر ډېره دي فرنټېر پوسټ او رحمت شاه اپرېدي په اړه پوښتنې وکړې."

نعمت خان وویل چې په امریکا کې هم ورڅخه بېلا بېلو پوهانو وخت په وخت د رحمت شاه اپرېدي او د هغه د ورځپاڼې دي فرنټېر پوسټ په اړه پوښتنې کړې وې.

رحمت شاه اپرېدي زندان هم تېر کړی وو.

رحمت شاه اپرېدی د ۱۹۹۹م کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د نشي توکو د قاچاق په تور نیول شوی او یو ځايي‌ عدالت د ۲۰۰۱ لومړي کال د جون پر ۲۷مه هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.

خو وروسته بیا د ۲۰۰۴م کال د جون پر درېمه د رحمت شاه اپرېدي دا سزا په عمرقید بدله کړې وه.

نوموړي په خپله او د پاکستان کڼو خبریالانو پر هغه لګول شوي تورونه دروغ بللي وو او ویلي یې وو چې نوموړي ته سزا د رښتیا خپرولو پر سر ورکړل شوې ده.

رحمت شاه اپرېدی بیا د ۲۰۰۸م کال د اپرېل په میاشت کې د عدالت له خوا په ضمانت خوشی شوی وو.

د مشال راډیو خبریال خالد خان هم په ۱۹۹۷م کې په دي‌ فرنټېر پوسټ ورځپاڼه کې کار کړی وو. دی وايي رحمت شاه اپرېدي په دې ورځپاڼه کې د "بات سې بات" تر سرلیک لاندې یوه لیکنه کوله او د هغه له کبله به تل د حکومت غبرګون ته اندېښمن وو.

ده وویل، "د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف وو او چوهدری شجاعت د کورنیو چارو وزیر وو. رحمت شاه اپرېدي به ویل، زه چې په دې لیکنه کې څه لیکم هغه د وفاق او پنجاب خوښ نه دي نو که زه کله هم تر اټک واوښتم نو ما به ونیس‍ي."

د خالد خان په وینا، د رحمت شاه اپرېدي دا اندېښنه بیا رښتیا هم شوه او هغه په لاهور کې ونیول شو او سزا ورته واورول شوه.

XS
SM
MD
LG