د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقونو یو کمېشن وايي د پاکستان ګوندونه باید د ماشومانو حقونو ته توجه ورکړي


د حقونو یو کمېشن وايي د پاکستان ګوندونه باید د ماشومانو حقونو ته توجه ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:42 0:00

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ملي کمېشن له سیاسي ګوندونو څخه غوښتي دي چې په خپلو انتخاباتي منشورونو کې دې د ماشومانو د حقونو موضوع هم شامله کړي. دا غوښتنه کمېشن د نومبر پر ۲۰مه بېلابېلو ګوندونو ته په استولي لیک کې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي. په هغه هېواد کې لکونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، د بې وزلۍ له کبله مزدورۍ ته اړ دي او هر کال پر ماشومانو د تشدد سلګونه پېښې کېږي. د بشري حقونو فعالان وايي چې ګوندونه په منشورونو کې د ولسي او بشري حقونو موضوعات شاملوي خو چې واکمن شي بیا یې نه عملي کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG