د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي يونان ته د انساني قاچاق مرکزي ملزم یې نیولی دی


يونان ته اوښتونکي پاکستاني کډوال - انځور له ارشيفه
يونان ته اوښتونکي پاکستاني کډوال - انځور له ارشيفه

چارواکي وايي په يونان کې د کډوالو د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته، د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د انساني قاچاق کوونکو ګرفتارولو لړۍ روانه ده.

چارواکو يونان ته په غیرقانوني ډول د پاکستانيانو د لېږلو په تور د يو مرکزي ملزم د نيولو اعلان کړی او وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف ای اې) د جون پر ۲۰مه خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې د پنجاب صوبې د ګجرات او لاهور په ګډون ځينو نورو ښارونو څخه يې پنځه انساني قاچاق کوونکي نيولي دي. ياده اداره وايي چې د څه باندې ۲۰ انساني سمګلرانو خلاف يې مقدمې درج کړي دي.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د پنجاب پوليسو د ممتاز اراين په نوم تن نيولی دی. پوليس تور پورې کوی چې دغه کس د يونان کښتۍ پېښې مرکزي ملزم دی چې ګڼ خلک یې په غیرقانوني ډول له پاکستانه د پېسو په بدل کې استولي دي.

د پاکستان امنيتي ادارې وايي په دغه ملک کې يوې شبکې غربي هېوادونو ته د ليبیا له لارې د انسانانو قاچاق کاوه او د دوی لخوا ځيني لېږل شوي کسان په يونان کې د کښتۍ په ډوبېدو کې مړه شوي دي. دا کښتۍ د جون پر ۱۴مه په جنوبي يونان کې ډوبه شوه. د رويټرز خبري اژانس ترمخه په دې کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ کډوال سپاره وو چې له ۳۰۰ زیات يې پاکستانيان وو.

خو تر اوسه حکومتي ادارو کره شمېره نه ده ښوولې. د يونان چارواکو ويلي چې له سمندره یې د دريو نورو کسانو مړي راويستلي چې ورسره د مړو شمېر ۸۱ ته رسېدلی او ۱۰۴ کسان ژغورل شوي چې ۱۲ یې پاکستاني وګړي دي.

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر د کوټلي ضلعې ډيپټي کمیشنر چودري حق نواز د جون پر ۲۰مه مشال راډيو راډيو ته وويل چې ځايي خلکو او په يونان کې ژوندي پاتې شوو کسانو د معلوماتو له مخې د ۲۸ کسانو پيژندګلوي شوې چې د دې ضلعې اوسېدونکي دي. هغه زیاته کړه چې په دغو کې ۲ ژوندي او د نورو په اړه معلومات نشته.

چودري زیاته کړه چې په سیمه کې يې دهغو کسانو پرضد کاروايي شروع کړې چې دغه کسان يې په غیرقانوني توګه بهرنيو هيوادونو ته استول.

هغه زیاته کړه: "موږ تر دا مهال ۱۰ سمګلران نیولي دي. پلټنې ترې روانې دي. په دغو کې اته مقامي کسان نېغ په نېغه د دغو کسانوپه استولو کې ککړ دي او ۲ نور یې سهولت کار دي. دوي له يو کس څخه بهر استولو لپاره له ۲۰ لاکو تر ۳۰ لاکو پورې روپۍ اخیستلې."

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جون پر ۱۸مه د یوې ورځې ملي ماتم او د پلټنو لپاره د څلور کسیزې کمېټې جوړولو اعلان وکړ. تر دې يوه ورځ وروسته، د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې له يونانه به د پاکستاني کډوالو مړي تر پيژندګلوۍ کېدو وروسته خپل ملک ته ويوړل شي.

XS
SM
MD
LG