د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف د یونان کښتۍ پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی


د پېښې له ځایه نورو بېړیو ژغورل شوي کسان د یونان کالاماتا ښار ته ولېږدول - د جون ۱۴مې انځور.
د پېښې له ځایه نورو بېړیو ژغورل شوي کسان د یونان کالاماتا ښار ته ولېږدول - د جون ۱۴مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یونان کې د کښتۍ ډوبېدو تر پېښې وروسته یوه څلور کسیزه پلټنیزه کمېټۍ جوړه کړې ده او په مناسبت یې د جون پر ۱۹مه په پاکستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

شریف د جون پر ۱۸مه پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د مېدترانې یا روم په سمندرګي کې د هغې "غمجنې" پېښې په اړه د واقعیتونو معلومولو لپاره "د لوړې سطحې تحقیقاتو" امر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۴مه په یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۷۹ تنه ووژل شول او ګڼ نور ورک دي.

چارواکي وايي، د جون ۱۵مې تر غرمې پورې یې ۱۰۴ تنه ژغورلي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پېښه کې له ژغورل شویو څخه یې ۱۲ پاکستاني وګړي دي چې زیاتره یې د پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې د کشمیر اوسېدونکي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په پېښه کې د پاکستانیانو د مرګژوبلې کره شمېر نه دی ورکړی خو د برتانیې ګارډیین ورځپاڼې ویلي دي چې په کښتۍ کې ښايي ۴۰۰ پاکستانیان سپاره ول.

په کښتۍ کې د سپرو ټولو کسانو شمېر په اړه هم ضد و نقیض معلومات دي.

د اروپا د ژغورنې چارو مرستندویه ادارې رویټرز اژانس ته ویلي ول چې له اټکل سره سم، له ۲۰ څخه تر ۳۰ میټره پورې اوږده کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي، د مساپرو شمېر ۴۰۰ وو خو د یونان حکومت یې لا د شمېر په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل بیان کې ویلي دي چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ته یې ویلي دي چې په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو پرضد اقدامات وکړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د جون پر ۱۸مه پولیسو په پنجاب، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او کراچۍ کې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته د خلکو په لېږد کې د ککړتیا په تور ۱۰ اېجنټان نیولي دي.

د رسنیو په خبره، پر ګرفتارو کسانو تور دی چې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ښکار شوي یې له هېواده بهر استولي ول.

په کراچۍ کې د اېف ای اې چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۱۶مه یې د هغه ښار پر هوايي ډګر یو تن نیولی دی او هغه یې د پلټنو وفاقي ادارې لاهور څانګې ته سپارلی دی.

دوی وايي چې د سجاد محمود په نوم پر هغه کس تور دی چې د یونان په د پېښې ښکار شوي کسان یې له هېواده بهر لېږدولي ول.

له دې پرته د جون پر ۱۶مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم د کښتې ډوبېدو په اړه بحث وشو او د انساني قاچاق مخنیوي او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنې وشوې.

د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت دې "سمدستي د انساني قاچاق نوټس واخلي او څوک چې پکې ککړ دي هغوی ته دې سزا ورکړي."

په کراچۍ کې د اېف ای اې یو پخوانی مشر فقیر محمد وايي، د انساني قاچاق بشپر مخنیوی ګران کار دی.

نوموړي د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د دې لامل دا دی چې خلک په خپله خوښه اروپ ته ځي او له اېجنټانو سره خبره خلاصوي. دی داراز وايي، اکثر زیاتره پاکستانیان په قانوني ډول ترکیې او لېبیا ته ځي او له هغه ځایه بیا په ناقانونه توګه اروپا ته داخلېږي.

محمد زیاتوي چې له ترکیې او لېبیا څخه اېجنټان خلک په وړو او خرابو کښتیو کې اروپا ته وړي چې وخت په وخت د خونړیو پېښو سبب کېږي.

د یونان تر تازه پېښې مخکې، د روان کال په فبرورۍ کې د اېټالیا له ساحل سره نېږدې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۶ کډوال وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG