د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان معذورانو اسلام اباد کې پرلت وهلی دی


د جنوبي وزیرستان معذورانو اسلام اباد کې پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

د جنوبي وزیرستان په ناامنیو کې معذوره شویو لسګونه کسانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دوی د جون پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت دې ورسره مرسته وکړي او ورته دې له قانون سره سم پر ځانګړو څوکیو دندې ورکړي چې دوی خپلې کورنۍ وساتي. په جنوبي وزیرستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو، بریدونو او عملیاتو پر مهال لسګونه کسان معذوره شوي دي. د پاکستان وفاقي حکومت لا اسلام اباد ته د ورغلیو پرتلوالو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د جنوبي وزیرستان انتظامیې تر دې مخکې په بیا بیا مشال راډیو ته ویلي دي چې معذورانو ته پر ځانګړو څوکیو دندې ورکوي او نورې مرستې هم ورسره کوي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG