د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره جنس په جنس تجارت پیلوي


د پاکستان حکومت له افغانستان، ايران او روس سره د جنس په جنس  تجارت پېلولو اعلان کړی دی.
د پاکستان حکومت له افغانستان، ايران او روس سره د جنس په جنس  تجارت پېلولو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت له افغانستان، ايران او روس سره د جنس په جنس تجارت پېلولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د تجارت وزارت د جون پر دویمه ویلي وو چې حکومت د يو ځانګړي امر له لارې د دې سوداګرۍ پیلولو اعلان کړی دی.

د یاد وزارت په وینا، په دې کې به د تيلو، ګېس او خوراکي توکو تر څنګ نور شيان هم شامل وي او دا تجارت به د پاکستان سرکاري يا حکومتي او غېر سرکاري کمپنۍ او تجاران په خپل سر هم کولای شي.

د تجارت وزارت ویلي، هغه پاکستانۍ کمپنۍ چې له روس، ايران او افغانستان سره د جنس په بدله جنس کاروبار کول غواړي نو بايد د پاکستان په فيډرل بورډ اف ريونيو يا اف بي ار کې ثبت وي.

د يادې پرېکړې په راڼه کې له پاکستانه به شوده، سبزيانې، غوښه، د کاسميټکس سامان او د موټر سائيکلو تر څنګ ۲۶ توکي يادو هيوادونه ته ليږل کېدای شي.

له افغانستان اور ايرانه به سبزيانې، ميوې، سکاره او نور سامانونه پاکستان ته ځي. او له روسیې څخه به دال ،غنم ،سره او د ټيکسټايل مشېنري پاکستان ته راتلای شي.


په پاکستان کې سوداګر د حکومت دې پرېکړې ته په کتو خوشبین دي چې دا به د ټولو غاړو لپاره ګټوره ثابته شي.

د فيډرېشن چېمبر اف کامرس اينډ انډسټريز پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي، د کاروبار کونکو لپاره يو لار جوړ ه شوه چې ګټه به يې د ټولو هيوادونو تاجرانو ته وي.

د خېبر پښتونخوا سوداګر وايي لومړی به له ايران او افغانستان سره د مالونو کاروبار په غير قانوني توګه کېدو او اوس په کار ده چې دا يو قانوني لار جوړه شي.

د خېبر پښتونخوا رسالپور انډسټريل سټيټ مشر عرفان الله خان د جون پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې د بهر هيوادونه په سامان راغوښتل کي ګټه شته خو له پاکستانه افغانستان ايران او روس ته د سامان په لېږلو کې ګټه نه ښکاري.

ده وویل چې په پاکستان کې سامانونو پر جوړولو د بجلي لګښت او ټيکسونه ډير زيات دي نو هغه مالونه چې پاکستان يې بهر ليږل غواړي،په ايران، افغانستان او روس کې سوداګرو ته ډير ګران پرېوځي.

پاکستان دا پريکړه په داسې وخت کې کړې چې پاکستان له سخت اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.


په کراچۍ کې اقتصاد پوه او خبريال وکيل الرحمان وايي یو پلو پاکستان ډالرو ته سخت اړتیا لري او بل پلو پر افغانستان، ايران او روس ځینې بنديزونه هم دي.

وکيل الرحمان زياته کړه چې له دې سره پاکستان په سمدستي توګه څه ګټه سېدای شي خو له دې لارې پاکستان، افغانستان او ايران ټول خپل اقتصاد پر مخ نشي بیولای.

د کراچۍ چمبر اف کامرس پخوانی مشر زبير موتي والا مشال راډېو ته وویل چې د دې ګټه به دا وي چې له پاکستان څخه ډالر بهر نه وځي، سرمايه به محفوظه وي، د مال په بدله به پيسه نه ورکول کېږي او هم لدې سره به د پاکستان برامداتو کچه لا زياته شي.

د کوټې چمبر اف کامرس مشر عبدالله اڅکزی بيا وايي چې له پاکستان څخه يوازې وريځې او ځینې موسمي تازه مېوې ايران ته لېږل کېږي، له دې کبله به تجارانو ته ګرانه شي چې د مال په بدله مال ور پوره کړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې یا چمبر اف کامرس يو مشر خان جان الکوزي په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان له خوا پر پوله د تجارت معامله څه موده مخکي راپورته شوې وه، خو د ده په وینا تر اوسه کوم تړون نه دی شوی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تجارت او صعنت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد هم مشال راډيو ته ویلي وو چې له پاکستان سره د سامان په بدله د سامان سوداګرۍ په اړه ناسته شوې خو د ده په وینا، دا موضوع پای ته نه ده رسېدلې.

XS
SM
MD
LG