د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجه پروېز اشرف: د پاکستان سپريم کورټ دې د پارلېمان پرېکړو درناوی وکړي


راجه پرویز اشرف
راجه پرویز اشرف

د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر ويلي چې د هغه هېواد سپريم کورټ دې د پارلېمان پرېکړو ته درناوی وکړي.

راجه پروېز اشرف د اپرېل پر ۲۶مه د قامي اسمبلۍ له غونډې او د هغې د غړو له تاييد وروسته چیف جسټس عمر عطا بندیال ته په ليکل شوي خط کې غوښتنه کړې چې سپريم کورټ بايد "د امکان تر حده په سیاسي کړکېچ کې له ښکېلېدو ډډه وکړي." د هغه په وينا، "غوره دا ده چې ستر عدالت د سیاسي مسلو حل پارلېمان او سیاسي ګوندونو ته ورپرېږدي."

اشرف د سپريم کورټ له مشر قاضي او نورو ججانو څخه د "زغم" او "پارلېمان ته د درناوي" غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د ستر عدالت درې کسيزه جرګګۍ د اپرېل پر ۲۷مه يو ځل بيا په پنجاب کې د صوبايي انتخاباتو په اړه اورېدنې پيلوي.

يادې جرګګۍ حکومت ته امر کړی وو چې په پنجاب کې دې د مې پر ۱۴مه انتخابات وشي او د انتخاباتو لپاره دې انتخاباتي کمېشن ته ۲۱ اربه روپۍ ورکړي. بل خوا جرګګۍ حکومت او سياسي ګوندونو ته دا هم ويلي ول چې په دې اړه دي يو جوړجاړي ته سره ورسېږي.

راجه اشرف ستر عدالت ته ليکلي چې پارلېمان دا احساس کوي د سپريم کورټ "وروستۍ پرېکړې د ايوان د قانون جوړولو پر واک باندې تجاوز کول" دي. نوموړي زیاته کړې چې درې کسيزه جرګګۍ "په بیړه کې ښکاري" او له همدې امله یې حکومت ته "غیر معمولي لارښوونې" کړې دي.

د پاکستان مشر قاضي عمر عطا بندیال د قامي اسمبلۍ د سپيکر د خط په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې ټول اقدامات او فیصلې له ایین او قانون سره سمې کوي.

غوره دا ده چې ستر عدالت د سیاسي مسلو حل پارلېمان او سیاسي ګوندونو ته ورپرېږدي
راجه پروېز اشزف

د پاکستان اېتلافي حکومت او چيف جسټس عطا بنديال ترمینځ اختلافات تر هغه وروسته زيات شوي چې نوموړي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا اقدام وکړ.

حکومت دريځ لري چې چيف جسټس د پاکستان تحريک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د هغه غوښتنې ملاتړ کړی چې وايي په پاکستان کې دې تر وخت مخکې انتخابات وشي. حکومت وايي چې د چيف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ جرګګۍ د حکومت او انتخاباتو کمېشن دې دريځ ته پام ونه کړ چې وايي په اوس وخت کې انتخابات د خراب اقتصادي حالاتو او ناامنیو له وجې نه شي کېدلی.

د پاکستان مرکزي حکومت دريځ لري چې د قامي او څلور واړو صوبايي اسمبلیو انتخابات دې د روان ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر خپل قانوني وخت وشي. خو د سپريم کورټ مشر قاضي انتخاباتي کمېشن ته حکم کړی وو چې په پنجاب کې دې د مې پر ۱۴مه انتخابات وشي. د هغه په وينا د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته بايد په ۹۰ ورځو دننه نوي انتخابات وشي.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

XS
SM
MD
LG