د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کورنيو چارو وزير وايي د مې پر ۱۴مه انتخابات نه شي کولی


راناثنا الله له خپلو پلویانو سره- پخوانی انځور
راناثنا الله له خپلو پلویانو سره- پخوانی انځور

د پاکستان کورنیو چارو وايي په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د ټاکنو کولو فشارونه ردوي او په دغه صوبه کې په دغه وخت ټاکنې نه شي کولای.

رانا ثنا الله د اپریل پر ۱۶مه په فېصل اباد کې خبریالانو ته وویل چې په ټول هېواد کې به په یوه نېټه انتخابات کېږي. هغه زیاته کړه چې په دې هکله د سپريم کورټ او تحريک انصاف فشارونه نه مني. "که دوی هر څومره زور ولګوي خو په ۱۴مه مې به انتخابات نه کېږي. ټاکنې به په یوځای کېږي، تر نګران حکومت لاندې به وي او په دې کال کې به کېږي. که ټاکنې په مې میاشت کې ونشوې نو اکتوبر هم دومره لیرې نه دی."

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د قامي اسمبلۍ او د سیند او بلوچستان اسمبلیو د قانوني مودې له پوره کېدو سره سم، په اکتوبر کې انتخابات کوي. خو د سپريم کورټ چیف جسټس عطا بنديال حکم کړی چې د مې پر ۱۴مه دې په پنجاب کې انتخابات وشي.

په پاکستان کې د انتخاباتو د نېټې په سر له تېرو میاشتو راهیسې سیاسي ناندرۍ روانې دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د تحريک انصاف حکومت اعلاوزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې درې ورځې مخکې، د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه. هلته د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) شريک حکومت وو. دې ګوند تر دې وروسته غوښتنه کوله چې د اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته باید د ایین له مخې په ۹۰ ورځو کې انتخابات وشي.

اوس په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې نګران حکومتونه دي. دوی دريځ لري چې د تحريک انصاف غوښتنه نه شي پوره کولی ځکه چې په وينا یې نه ورسره دومره پیسې شته او نه هم امنيتي حالات دومره ښه دي چې په مې او اکتوبر کې دې دوه ځل ټاکنې وشي. دوی وايي انتخابات بايد په يو وخت ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیشن په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې د ټاکنو ځنډولو ویلي وو خو د اپریل پر څلورمه د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ لپاره د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه د انتخاباتو کولو حکم وکړ. د دې حکم له امله د ايتلافي حکومت او چيف جسټس عطا بندیال تر منځ اړیکې خرابې شوې.

وزيراعظم شهباز شريف پر بنديال تور پورې کړی چې د تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خواهشاتو مطابق فیصلې کوي او د حکومت تر څنګ د ټاکنو خپلواک کمېشن په کارونو کې ګوتې وهي.

په واکمن ايتلاف کې شاملو ګوندونو اتحاد (پاکستان جمهوري تحريک یا پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمن د چيف جسټس بندیال کړنې عدالتي مارشل لا بللې ده. تر اوسه عدلیې په دې اړه څه نه دې ويلي. تحريک انصاف وايي چې ايتلافي حکومت بايد د چيف جسټس حکم ومني او ټاکنې ژر وکړي.

په همدې حال کې جماعت اسلامي ویلي دي چې د حکومتي اېتلاف او پاکستان تحریک انصاف ترمینځ د انتخاباتو پر سر د اختلافاتو د هواري هڅې کوي. د هغه ګوند مشر سراج الحق د اپرېل پر ۱۶مه وویل چې د دواړو لوریو له مشرتابه سره یې لیدلي دي او ورته یې تر کوچني اختر وروسته د انتخاباتو په اړه د ګڼګوندیزې غونډې دایرولو وړاندیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG