د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن وايي پوځ د ناامنۍ له کبله انتخاباتو ته سرتېري نه شي ورکولای


په پاکستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې پوځ اکثر د انتخاباتو امنیت ساتلو دنده پر مخ وړې ده - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې پوځ اکثر د انتخاباتو امنیت ساتلو دنده پر مخ وړې ده - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، د هېواد امنیتي ادارو ورته ویلي چې د خرابو امنیتي حالاتو له کبله د ټاکنو امنیت لپاره سرتېري نه شي ورکولای.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مارچ پر ۱۳مه یې په دې اړه په درې جلا جلا غونډې کړې دي.

خبرپاڼه لیکي چې په لومړۍ غونډه کې د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ لپاره د اپرېل پر ۳۰مه د کېدونکو ټاکنو په اړه د امنیتي ادارو له چارواکو سره بحث شوی دی.

د انتخاباتو کمېشن چارواکو په دویمه غونډه کې د خیبر پښتونخوا له ګورنر غلام علي سره د هغې صوبې د اسمبلۍ لپاره د ټاکنو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر او د هېواد له ولسمشر سره تر ملاقاتونو وروسته د مارچ پر ۱۴مه د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د مې ۲۸مه نېټه تجویز کړې ده.

انتخاباتي کمېشن ویلي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر ورته د امنیت په اړه معلومات ورکړي او د پنجاب مشر سېکرټر او پولیسو هم ورته ویلي چې د خرابو امنیتي حالاتو له امله د امنیتي ادارو له همکارۍ پرته په بشپړ ډول د انتخاباتو امنیت نه شي ټینګولای.

د انتخاباتو کمېشن په بیان کې راغلي چې چارواکو یې د مارچ پر ۱۳مه په درېیمه غونډه کې د دفاع له سېکرټر حمود الرحمان خان او مرستیال سېکرټر خرم سرفراز خان سره ملاقات کړی دی.

بیان وايي، هغوی د انتخاباتو کمېشن ته وویل چې "په ملک کې د اوسنیو اقتصادي مشکلاتو اغېز پر پوځ هم شوی دی."

خبرپاڼې د دفاعي چارواکو له خولې لیکلي،‌ "دا به د حکومت پرېکړه وي چې هغوی پوځ تر خپلې دندې محدود ساتي او که نه د انتخاباتو په څېر کوم بل اضافي کار لپاره یې هم کاروي."

په بیان کې راغلي چې چارواکو انتخاباتي کمېشن ته وویل چې پوځ د ناامنۍ مخنیوي لپاره په مختلفو ځایونو کې په عملیاتو بوخت دی.

په خبرپاڼه کې د امنیتي چارواکو له خولې ویل شوي چې پوځ به د ضرورت پر وخت خدمات ورکوي خو داسې نه چې ګواکې ټوله دنده به پوځ ترسره کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې په پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو روانو پېښو ته په کتو د پوځ له موجودګۍ پرته انتخابات کېدای شي‌ او که نه؟

د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد او شنونکي ډاکتر توصیف احمد خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل، " د ترهګرۍ چې کومې پېښې روانې دي، په دې کې د پوځ له موجودګۍ پرته په ملک کې عام انتخابات کول ډېر ګران دی."

خبریال او شنونکی حقنواز خان بیا د پاکستان روانو کړکېچنو سیاسي‌ او اقتصادي حالاتو ته په اشاره وايي، که په ملک کې عام انتخابات و نه شي نو حالات ښايي‌ لا پسې خراب شي. "د خیبر پښتونخوا لپاره دا ښه خبره نه ده. دې صوبې ته ضرورت دی چې سیاسي جوړ جاړی وشي او یو سیاسي حکومت راشي او له هم دې لارې د ترهګرۍ مخنیوی کېدای شي."

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

پاکستان تحريک انصاف چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل ول چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

په دواړو صوبو کې اوسمهال نګران حکومتونه دي چې له ایین سره سم، باید د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې انتخابات وکړي.

پاکستان تحريک انصاف چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل ول چې ژرترژره په ټول هېواد کې عام انتخابات وکړي.

خو د پاکستان اېتلافي حکومت وايي چې په هغه هېواد کې به د خپلي اييني مودې تر بشپړېدو وروسته د روان (۲۰۲۳ز) کال په اکتوبر مياشت کې عام انتخابات کوي.

XS
SM
MD
LG