ډاکټر صمد وايي، د پاکستان اقتصادي حالت سمېدو کې کلونه وخت لګېږي
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا له بونير سره تعلق لرونکی اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد مېلمه دی. نوموړی له تېرو ۲۰ کالو راهيسې د اقتصادپوه په حیث کار کوي او په هم دې څانګه کې یې له امريکا څخه لوړې زده کړې ترلاسه کړي دي. ډاکټر صمد په اسيايي پرمختيايي بانک کې د اقتصادي چارو د څېړنکار په توګه کار کوي. نوموړی وايي، د پاکستان موجوده اقتصادي حالت به نور هم خرابېږي او د دي په سمولو کې به کلونو موده لګېږي. د ډاکټر صمد په خبره د ملک د اقتصاد د سمولو لپاره د پورونو اخیستو سره به ګراني نوره هم زياتېږي او د دي اثر به په عام ولس وي. له ډاکټر صمد سره بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
اپرېل ۱۳, ۲۰۲۴
مصدق عزيز وايي عدليې غيرجمهوري قوتونه ته اييني تحفظ ورکړی دی
-
مارچ ۱۰, ۲۰۲۴
ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۴
محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي
-
فبروري ۲۱, ۲۰۲۴
مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي