د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا وزيراعلی د امريکايي‌چارواکو سره د قبايلي سيمو د پرمختيا په اړه خبرې کړې


نګران اعلا وزير محمد اعظم خان له امريکايي قونصل جنرل شېنټي مورې سره وليدل.
نګران اعلا وزير محمد اعظم خان له امريکايي قونصل جنرل شېنټي مورې سره وليدل.

د خيبر پښتونخوا نګران اعلا وزير محمد اعظم خان او په پېښور کې د نوي امريکايي قونصل جنرل شېنټي مورې د قبايلي سيمو د پرمختيايي کارونو په اړه خبرې کړې دي.

د خيبر پښتونخوا د نګران اعلا وزير محمد اعظم خان له دفتره د سېپټمبر پر څلورمه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ملګري هېوادونه او نړيوالې مرستندويه ادارې د قبايلي ضلعو د پرمختيا چارو ته بايد ځانګړې پاملرنه او په هغه برخه کې مرسته وکړي.

محمد اعظم خان زياته کړې چې د پخوانۍ فاټا سيمې له لسيزو راهيسې هلته د روانې ترهګرۍ له وجې وروسته پاتې شوې دي. په بيان کې راغلي چې نوموړي په قبايلي ضلعو کې د امريکا پشمول د يوشمېر نورو هېوادونو او مرستندويه ادارو پرمختيايي پروژې د ارزښت وړ بللې دي او هيله يې ښوولې چې امريکا به د صوبې د ترقۍ په موخه خپلې مرستې جاري وساتي.

د خيبر پښتونخوا د نګران حکومت په اعلاميه کې راغلي، امريکايي قونصل جنرل شېنټې مورې له نګران اعلا وزير اعظم خان سره په ليدنه کې ډاډ ښوولی چې امريکا به د صوبايي حکومت او عامو خلکو په ملتيا د ولسي خير ښېګڼې پروژې جاري وساتي.

امريکا د خپل نړيوال پرمختيايي پروګرام (يو اېس اې ايي ډي) تر چتر لاندې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پرمختيايي پروژې مخ ته وړي. د پروګرام پر ووبپاڼه د پاکستان لپاره د روانې پنځه کلنې (۲۰۱۸ – ۲۰۲۳) پرمختيايي همکارۍ پروژې يادونه شوې چې لويې موخې يې د هغه هېواد امن، ثبات او ترقي ښوول شوي.

د ووبپاڼې په ليکنه کې د پاکستان د هغو سيمو ځانګړی ذکر شوی چې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي. ليکنه وايي، دا سيمې يو وخت د ترهګرۍ ځالې وې، خو اوسمهال داسې کارونه بايد وشي چې نه يوازې سختدريځې ډلې هلته ستنې نشي بلکې عام خلک يې د يوه ارامه ژوند په خوږو پوه شي.

خو د باجوړ د ماموندو يو مدني فعال شاه ولي خان ماموند، چې د خلوزو فلاحي تنظيم په نوم يوه ټولنه هم لري، د سېپټمبر پر پنځمه يې له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه لويې ستونزې په ګوته کړې چې په وينا يې، دوی ترې لا هم کړېږي.

هغه وويل: "تر ټولو لويه ستونزه مو د ويجاړو سړکونو هغه ده. زموږ سکولونو او کالجونه هم وران پراته دي. د بجلۍ تارونه خو بېخي پر ځمکه پراته دي. د اوبو هم غټه مسله ده. دا ستونزه مو د شمسي ټيوب وېلونه په جوړېدو حلېدای شي. په ماموندو کې د ټول باجوړ تقريباً نيمه ابادي پرته ده، نو موږ دلته د ځوانانو لپاره د لوبو ميدانونو ته هم اړتيا لرو."

د پرمختيايي چارو يو پوه، ډاکټر اشرف علي بيا مشال راډيو ته وويل چې د قبايلي ضلعو د ترقۍ لپاره ضروري ده چې هلته امن يقيني شي. ده البته يوشمېر سېکټورونه ياد کړل چې که نړيوالې مرستندويه ادارې پکې د خيبر پښتونخوا حکومت په مرسته کارونه وکړي نو د ده په خبره، د قبايلي ضلعو د اوسېدونکو محرومۍ به ختمې شي.

نوموړی وايي: "بنيادي خبره دا ده چې هلته د امن لپاره ګامونه بايد واخيستل شي. پوره سيمه ورانه شوې ده، د هغې بېرته جوړول دي. موږ هلته معدنيات لرو، د سېلګرۍ په برخه کې ډېر کار کېدای شي، د اوبو سم مديريت پکار دی، له افغانستان سره د تجارت لويې لارې خلاصول ډېر اړين دي چې د هغو سيمو د خلکو د معاش يوه لويه ذريعه ده. خو مهمه دا ده چې دا ټولې پروژې بايد د حکومت تر لاس لاندې وشي چې ځايي خلک يې خپلې وګڼي او خوندي يې وساتي."

د خيبر پښتونخوا حکومت د سېپټمبر پينځمې په اعلاميه کې راغلي چې د صوبې نګران اعلا وزير محمد اعظم خان له امريکايي قونصل جنرل شېټې مورې سره په ليدنه کې په قبايلي ضلعو کې د پوليس نظام د پياوړتيا ترڅنګ هلته د نجونو د تعليم لپاره هم د پروژو ضرورت په ډاګه کړ. امريکايي قونصل جنرل په ځواب کې ويلي چې په دې برخو کې د مرستو ترڅنګ به د خيبر پښتونخوا د لرغونې تاريخي او کلتوري ورثې د خونديتوب لپاره هم کار وکړي.

XS
SM
MD
LG