د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د سرشمېرنې په اړه اندېښنې لري


د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د سرشمېرنې په اړه اندېښنې لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:28 0:00

د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې ده چې پکې د کورنیو اقتصادي حالت په اړه هم معلومات غونډېږي. دا سرشمېرنه د هغه هېواد د شماریاتو اداره پر مخ وړي چې لپاره یې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي. تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکي په سرشمېرنه کې د ابادۍ د کمېدو په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې چې په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل شول نو شاوخوا یو مېلیون وګړي کډوال شول او زرګونه کورنۍ لا هم کډوالې دي یا د پاکستان په نورو برخو کې اوسي. د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، هغه کډوال یا نورې کورنۍ که په خپله ضلع کې و نه شمارل شي نو بیا به په حکومتي پرمختیايي پروژو او نورو چارو کې له خپلې اصلي ونډې محروم شي. دوی پر حکومت غږ کړی چې له شمالي وزیرستانه بهر اوسېدونکي ټول وګړي دي په ضلع کې وشماري. سرشمېرنه د انتخاباتي حلقو او په پارلېمان کې د یوې سیمې د منتخبو غړو شمېر ټاکلو، د طبیعي وسایلو د تقسیم په اړه د پرېکړو، او د وګړو د تعلیم، روغتیا او نورو اړتیاوو پوره کولو د اټکل لپاره کېږي. په بله معنا، حکومتونه د سرشمېرنې او کورشمېرنې پر بنیاد د بېلابېلو چارو ترسره کولو او داراز د پرمختیايي کارونو لپاره پلانونه جوړوي. د شماریاتو ادارې چارواکي وايي، هغه کسان چې له شپږو میاشتو څخه زیات په بل ځای کې اوسي، هم هلته به شمارل کېږي. په دې اړه رپورټ واورئ.

XS
SM
MD
LG