د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرسمس: ایا په پاکستان کې د مذهبی لږکیو وضعیت ښه شوی؟


کراچۍ کې عیسوي ماشومان د کرسمس سندره وایي
کراچۍ کې عیسوي ماشومان د کرسمس سندره وایي

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي په نوي پاکستان کې مذهبي لږکیو ته برابر حقونه ورکوي. د ډیسمبر په ۲۵ مه د عیسایانو د خوشالۍ ورځ کرسمس او قایداعظم محمدعلي جناح د کالیزې په مناسبت په پیغام کې عمران خان وویل قایداعظم له لږکیو سره د مساوي حقونو خبره کړې او په نوي پاکستان کې به لږکیو ته مساوي حقونه ورکوي.

په پاکستان کې عیسویان،هیندوان،سیکان او نور مذهبي لږه کي ژوند کوي. احمدیان په ۱۹۷۴ز کال کې په ایین کې د بدلون له لارې نامسلمانه یا غیر مسلمه وبلل شول او په لږکیو کې شامل شول.

د احمدیانو ویاند سلیم الدین د ډېسېمبر پر ۲۵مه له مشال رېډیو سره په خبرو کې د عمران خان د بیان ستاینه وکړه او ویې ویل ښه حکومتونه له مذهبي توپیر پرته چلند کوي:

"عمران خان ښه خبره کوي، که هغه غواړي نو کولی یې هم شي خو که وګورو عاطف میا د نړۍ په کچه منل شوی اقتصاد پوهه دی خو چې احمدي و، نو اوسني حکومت لیرې کړو. که د پاکستان ټول خلک یو شان تابعیت لري نو بیا خو دې یو شان حقونه ورکړل شي، نه دا چې وویل شي، دا فلانکی او یا فلانکی دی."

سلیم الدین زیاته کړه، قایداعظم په ۱۱ اګست ۱۹۴۷ کې هم د پاکستان ټولو خلکو ته د یو شان حقونو ورکولو خبره کړې وه خو په ۱۹۷۳ کې د جوړ شوي ایئن له مخې غېر مسلمه شخص ولسمشر یا وزیراعظم نشي جوړیدلی.

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو موضوع هغه وخت هم راپورته شوه چې د اکتوبر په ۳۱ مه سپریم کورټ د عیسوۍ مېرمن اسیه بي بي د خوشې کولو امر وکړ. نوموړې پیغمبر ته د سپکاوي په تور په ۲۰۰۹ م کال کې نیول شوې وه.

د سپریم کورټ د پریکړې ورسته ځینو مذهبي ډلو احتجاجونه شورو کړل. د نومبر په اخیري هفته کې حکومت د مذهبي ډلې تحریک لیبک مشر خادم حسین رضوي په ګډون د مذهبي ګوندونو له ۳۰۰۰زیات پلویان ونیول. د خادم رضوي او ځینو نورو په ضد د ترهګرۍ او بغاوت مقدمې هم جوړې شوې.

د پاکستان سیکانو مشر رادیش سینګ ټوني چې پخوا په پېښور کې میشت و او خواوشا دوه میاشتې مخکې د نامالومه کسانو له ګواښونو وروسته پنجاب ته کډه شوی دی، وایي په پاکستان کې د اوسیدونکو مذهبي لږکیو ژوند د پخوا پرتله سخت شوی دی.

"زموږ مشکیلا په دې حکومت کې زیات شوي دي. په خېبر پښتونخوا کې تحریک انصاف مخکې هم حکومت وکړ اوس هم په حکومت کې دي خو زموږ لپاره یو قانون هم جوړ نشو، په ټوله صوبه کې د هیندوانو او سیکانو لپاره شمشان ګاټ نشته، د عیسایانو لپاره قبرستان نشته"

د بشري حقونو مخکښ ایي ای رحمان هم په پاکستان کې د مذهبي لږکیو سره د توپیري چلند خبره کوي.هغه مشال ریډیو ته وویل اوسنی حکومت ښایي د ځینو ښو کارونو هوډ لري خو د مخکنو حکومتونو په څېر یې د اقلیتونو لپاره یې هیڅ نه دي کړي.

"د لږکیو لپاره هیڅ نه دي شوي، حکومت یوازې د کرسمس، دیوالي او یا په نورو موقعو دستورې جوړوي خو د لږکیو د حقونو خبره په ځایې ولاړه ده. په ۲۰۱۴ کال کې چې سپریم کورټ د لږکیو د حقونو په اړه کومه فیصله کړې ده، په هغې کې هم پرمختګ نه دی شوی."

د ۲۰۱۴ کال د جون په نولسمه د پاکستان سترې محکمې ټولو ادارو ته امر کړی و چې مذهبي لږکي دې خوندي کړي.

د روان کال د ډیسمبر په ۱۱ مه امریکا پاکستان د هغو هیوادونو په تور ليسټ کې واچاوه چې مذهبي ازادي پکې تر پښو لاندې کېږي، خو پاکستان د امریکا دغه پریکړه رد کړې او سیاسي یې بللې ده.

XS
SM
MD
LG