د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوال: خيبر پښتونخوا او بلوچستان ته بايد اييني او مالي حقونه ورکړل شي


په سيمينار کې د خيبر پښتونخوا پر امنيت خبرې وشوې
په سيمينار کې د خيبر پښتونخوا پر امنيت خبرې وشوې

د ري ایمېجننګ پاکستان سیمینار ويناوالو پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې علي وزير دې قامي اسمبلۍ ته وروستل شي او خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته دې اييني حقونه ورکړل شي.

په پېښور کې د جنورۍ پر ۲۸مه شوې دې غونډې ته د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پارليمان غړي، محسن داوړ هم خبرې وکړي. هغه يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې د پاکستان ریاست دې د هغو وسله والو مخه ونيسي چې په پښتنو سیمو کې یې سر راپورته کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې له څه مودې راهیسې د ترهګرۍ پېښو ته د واکمنو مخ وراړول غواړي خو څوک پرې پام نه کوي.

داوړ همدا راز وويل چې که د پاکستان بیا راپورته کېدلو خبره کيږي نو بايد پوځ په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي. هغه ادعا وکړه چې د پوځ پر ادعاوو سربیره هم امنيتي ځواکونه د ملکي حکومت په چارو کې ګوتې وهي.

د يادونې ده چې د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې په سیاست کې د مداخلې تورونه رد کړي دي. دوی همداراز ويلي چې يوازینی کار چې د منتخبو حکومتونو سره پرې سلا مشورې کوي، هغه امنيت دی.

سیمينار ته د پيپلز ګوند يو پخواني سينيټر مصطفی نواز کوکر وويل چې علي وزير بايد قامي اسمبلۍ ته وروستل شي. هغه زیاته کړه چې د خلکو استازي دې زندانونو کې نه بلکې په پارليمان کې وي.

په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، علي وزیر د ۲۰۲۰کال د دېسېمبر په ۱۶ مه په پېښور کې نیول شوی وو. پر هغه تور وو چې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد یې د تقریرونو په کولو سره د خلکو پارولو کوښښ کړی دی. پر نوموړي شپږ مقدمې جوړې شوې وي. په څلورو دې مقدمو کې هغه ته په کراچۍ او په دوو کې په خيبرپښتونخوا کې ضمانت شوی دی خو نوموړی لا هم په جيل کې دی.

د مسلم ليګ (ن) یو مخکښ او پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي وویل د هېواد موجوده سیاسي نظام د ولس د ستونزو په حلولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان د ایین جوړېدو ۵۰ کاله پوره شول او د هېواد تقریباً هر سیاسي ګوند د دې ایین لاندې حکومت وکړ خو تر اوسه ولس د اقتصاد، امن او بنیادي سهولتونو د خرابوالي له وجې د مشکلاتو سره مخ دی.

دې سیاستوالو د سیمينارونو د لړۍ لومړی غونډه په کوټه کې کړې وه. په هغه سیمينار کې سیاستوالو پر حکومت غږ کړی وو چې ریاست دې په "واقعي توګه" په سیاست کې د پوځ لاسوهنه ختمه او په "ترجيحي بنيادونو دې د بلوڅانو مسايل حل" کړي.

د جنورۍ پر ۲۱مه په کوټه کې شوي دغه سيمينار کې زیاتره ګډونوالو په سیاسي چارو کې د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) پر لاسوهنو او د ورکو بلوڅانو پر موضوع خبرې وکړې. پخواني وزيراعظم او د اوسني واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر شاهد خاقان عباسي وويل چې جبري لادرکۍ د پاکستان لپاره شرم دی.

XS
SM
MD
LG