د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه پرلتوال وايي د امن تر پاخه ډاډه احتجاج ته دوام ورکوي


د واڼه پرلت ته د سیاستوالانو او فعالانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي ورغلي دي - د جنورۍ اتمې انځور.
د واڼه پرلت ته د سیاستوالانو او فعالانو په ګډون ګڼ ولسي وګړي ورغلي دي - د جنورۍ اتمې انځور.

د "وزیرستان ولسي پاڅون" په نوم د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي ناسته د جنورۍ پر نهمه پر څلورمه ورځ هم روانه ده.

پرلت د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه فعالانو او پلویانو په مشرۍ تر مظاهرې وروسته پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ډېسېمبر کې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې ضلعې ته "ګڼ وسلوال ورغلي" دي. له دې پرته په وروستیو میاشتو کې په هغه ضلع کې پر پولیسو او پوځ وسلوال بریدونه زیات شوي دي او امنیتي ځواکونه وايي، عملیاتو ته یې هم دوام ورکړی دی.

د پاڅون مشرانو د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې ضلعي انتظامیې او پوځي چارواکو ورته ویلي دي چې ورسره مذاکراتو ته دوام ورکوي او د ګل (دوشنبې) پر ورځ هم ورسره خبرې کوي.

د پرلت یوه ګډونوال او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال ایاز وزیر وايي، دا پاڅون "ولسي رېفرنډم (ټولپوښتنه" ده چې پکې خلکو دا ویلي دي چې پر "دې خاوره امن" غواړي.

دی زیاتوي چې هیله لري چې له چارواکو سره په مذاکراتو کې پرمختګ وشي.

پرلتوالو حکومت ته د امنیت ټینګښت په تړاو د ۱۰ غوښتنو نوملړ ورکړی دی. دوی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې غوښتنې یې لوړپوړو حکومتي چارواکو ته رسوي.

په غوښتنو کې په سیمه کې د امنیت ټینګښت، په واڼه کې د "ښو طالبانو دفترونه" ختمول، پر هر ډول وسلو لرلو بندیز، د تورو ښیښو لرونکو ګاډو پر ګرځولو بندیز او په انګور اډه کې په شناختي کارډ د تګ راتګ اجازت ورکول شامل دي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي دا نه مني چې ګواکې په سیمه کې وسلوال دفترونه لري او زیاتوي چې پوځ او پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ګډه اقدامات کوي.

د پرلت یو بل ګډونوال او د پیپلز ګوند سیاستوال همایون اختر د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت ټینګښت "ذمه واري د ریاست" ده او تر هغو چې چارواکو ورته په سیمه کې د امن قایمولو پوخ ډاډ نه وي ورکړی، ناستې ته دوام ورکوي.

د جنورۍ پر اتمه احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ورغلی وو او په وینا کې یې وویل چې پښتنو په تېرو کلونو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې دي چې د دې ښکارندويي کوي چې پښتانه "امن خوښوونکي" دي او پرمختګ غواړي.

هلته انتظامي چارواکي وايي، له احتجاجیانو سره یې خبرو ته دوام ورکړی دی.

د جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کنډي د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د پرلتوالو زیاتره غوښتنې له امن سره تړلې دي چې په اړه یې د احتجاج له مشرانو سره خبرې کړې دي او مطالبې یې پوره کوي.

ده زیاته کړه چې چارواکي هڅه کوي چې په انګور اډه کې د تګ راتګ او سوداګرۍ پراخولو اسانتیاوې برابرې کړي.

د واڼې ولس د امن غوښتنې لپاره مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند له ختمېدو راهیسې، پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي. هلته د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه، لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG