خوستي لیکوال او روڼ اندي وايي، په اوسني پېر کې چې د انسانانو د ژوند د اسانتیاوو لپاره، په نړیواله کچه ساینس او ټکنالوژي په چټکۍ پرمختګ کوي، خو دې برخه کې په پښتو ژبه تالیفات او ژباړې لږې دي.
د روڼ اندو په وینا د ساینس او ټکنالوژۍ څخه هغه مهال اغېزمن کار اخیستل کیږي، چې کاروونکي يې د تیوری او عمل په ډګر کې پوی او برلاسي وي. خوستي لیکوال او روڼ اندي له اوسنیو چارواکو غواړي، چې د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګونو سره د اشنايۍ په خاطر دې، په پښتو کتابونه تالیف او د نورو ژبو اثار راوژباړل شي.
د نومبر په ۲۶مه د خوست پوهنتون استاد نورالله ښاد په دې اړه مشال راډيو ته وویل، د نننۍ نړۍ مادي پرمختګ د ساینس او ټکنالوژۍ له برکته دی، خو افغانان په دې ډګر کې د پام وړ تولید نه لري او دا کمی پښتو ته د ژباړې له لارې څه نا څه پوره کیدلی شي. نوموړي زیاته کړه: "ټولو ژبو ته ژباړې کیږي، ځکه په یو وخت کې په ټولو ژبو کې علمي پرمختیاوې نه رامنځته کیږي، دا نړیوال دود دی او افغانان هم ورڅخه کار اخیستلی شي، که غواړو نورو سره سیال شو، باید د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې ژباړې ته کار ووایو."
روڼ اندي وايي، په هېواد کې د شته ورانیو د رغولو،د خلکو د هوساینې او د دوی د زړونو د روښانتیا لپاره علم، حکمت او ټېکنالوژي مهمه اړتیا ده.
د پښتو ژبې نوموتي شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان وویل، په پښتو کې د ساینس او ټکنالوژۍ برخې ته ژباړې شوي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، چې دا پرمختګونه زموږ د ژوند د غوړیدو لامل شي. د کاروان په وینا داسې نه کوو چې نورې نړۍ ته ضرر ورسوو، یا متعرض شو بلکې موږ باید مدافع واوسو او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر مټ خپل ژوند جوړ کړو.
د نظر خاوندان وايي، افغانستان له نوې ټکنالوژۍ داسې مهال برخمن شو، چې د لسیزو استبدادي واکمنیو په اوږدو کې د دغه ټکنالوژۍ د بنسټ لپاره معنوي او تمدني دیوالونه ړنګ شوي ول. څېړونکی او د نظر خاوند محمدامین فروتن وايي، زموږ ځوان نسل په مصنوعي ډول د رانازل شوي ټکنالوژۍ پوره ګټه وانخیستل شوه او هېواد مو له نړۍ په ځانګړې ډول ګاونډیو هېوادونو سره د سیالۍ جوګه نشو.
محمدامین فروتن زیاته کړه: "دا دی د څو لسیزو په تېریدو او په نړۍ کې تر ټولو د پرمختللو وسایلو په درلودلو بیا هم نشو کولای له نړۍ په ځانګړې ډول ګاونډیو هېوادونو سره سیال شو، په داسې حال کې چې زموږ د هېواد دروازې د ازادۍ او استقلال په فضا کې د ختیځ او لویدیځ په لورې پرانیستې وې، د ګاونډیانو د حسادت د راپاریدو سبب شوې."
د ده په وینا، د دې فضا د رامنځته کولو او له معاصرې ټېکنالوژۍ څخه د ګټې نه اخیستو پړه باید د دغه هېواد ټول وګړي که په هر قوم او نژاد پورې تړلي وي ومني او د یو نورمال برخلیک په لوري په ګډه ګامونه پورته کړي.
په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د شیخ زاید پوهنتون سربیره په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر کلتوري بنسټونه هم لوی او واړه کتابتونونه لري، چې زرګونه عنوانه نوي او پخواني کتابونه په کې د لوستونکو لپاره اېښودل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني وايي، که چیرې لوستونکي په کومه برخه کې د کتابونو کمښت احساسوي، هغه دې ورته په ګوته کړي، تر څو په جدیت يې د پیدا کولو هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان او ځانګړې ډول خوست کې هم د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، هوايي خدمتونو، مخابراتو، تخنیک، چاپ او نورو برخو کې په ټېکنالوژۍ له سمبالو ماشینونو او وسایلو ګټه اخیستله زیاته شوې، خو د نورې نړۍ په پرتله دا پرمختګ په نشت حساب دی او افغانان په هره برخه کې محتاجه پاتې شوې دي.