د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وایي پر تورخم وره سختي لا زیاته شوې ده


د پاکستان سرحدي ځواکونو یو سرتېری په تورخم کې د افغانانو سفري اسناد ګوري - پخوانی انځور.
د پاکستان سرحدي ځواکونو یو سرتېری په تورخم کې د افغانانو سفري اسناد ګوري - پخوانی انځور.

په پاکستان کې مېشت افغان وګړي پر تورخم وره د تګ راتګ پر مهال له سختیو سر ټکوي.

په پیښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر عصمت الله توخی وايي چې پر تورخم دروازه د تګ راتګ پرمهال سختۍ "ورځ تر بلې زیاتېږي" او نرمي پکې نه راځي.

نوموړي‌ د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، " په افغانستان کې پاسپورټ ډېر په ګرانه جوړېږي. زه په پېښور کې وم، په پاسپورټ کې مې په خپل سفارت کې معیاد" زیات کړ خو پاکستان ورته ویزه نه ورکوي.

عصمت الله توخي زیاته کړه چې د نور تګ راتګ تر څنګ په ځانګړې توګه هغه وخت لا ډېر په مشکل کې وي‌ چې ناروغان ورسره وي. " ناروغان مو په تورخم کې هغې خوا ته په لیکو کې ولاړ وي، شپږ، اووه شپې انتظار باسي چې په تورخم دروازه پاکستان ته داخل شي."

نوموړي‌ د پاکستان له چارواکو غوښتنه وکړه چې ورته دې د کډوالو په کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړي.

یو بل افغان وګړي ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې د تورخم پر دروازه زیاتو سختیو هغه خلک هم ډېر له ستونزو سره مخامخ کړي چې د ډېورنډ کرښې یو او بلې غاړې ته یې ودونه کړي دي. " په کار ده چې پر دې لاره د تلو راتلو پر وخت د هغو خلکو هم خیال وساتل شي چې یوې او بلې غاړې ته یې رشتې کړې دي. داسې نظام دې ورته جوړ کړي چې یوازې پر شناختي کارډونو د تګ راتګ اجازه ورکړي."

د پاکستان وفاقي حکومت له خوا په تورخم کې په ۲۰۱۶ز کې د "پولې سمبالښت پالیسۍ" عملي شوې وه چې ورسره د هر تن لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي شوی دی.

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو د کاروباریانو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې له افغانستان سره د تجارت لپاره دې ټولې وړې او لويې لارې خلاصې کړي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستاني چارواکي له هغوی سره د تجارت پر پراخولو هم غږېدلي ول.

د تورخم انتظامي مشر تحصیلدار غنچه ګل مشال راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې دا مهال یوازې سختو ناروغانو ته اجازه ورکوي چې بې له سفري اسنادو د تورخم پر دروازه پاکستان ته واوړي. "حکومت د کډوالو کارډ، تذکره او راهداریو په وسیله پر تګ راتګ بندیز لګولی دی او پاکستانیو وګړو ته هم یوازې پر شناختي کارډ افغانستان ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي."

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې له افغانستان سره پر پوله د سختې تګلارې عملي کولو هدف د وسلوالو د تګ راتګ مخه نیول دي.

XS
SM
MD
LG