د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان د تورخم پر لاره سفري اسانتیاوې غواړي


په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال - انځور له ارشیفه
په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال - انځور له ارشیفه

د تورخم په وره کې پاکستان ته د اوښتو په انتظار ګڼ افغانان غوښتنه کوي چې ورته دې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هره ورځ زرګونه افغانان تورخم ته ورځي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي خو د سفري محدودیتونو له وجې په اسانۍ نه شي اوښتای.

دوی وايي، په دروازه کې ګڼ خلک ورغونډ شوي وي او د پاکستان لوري ته د مهاجرت (اېمېګرېشن) چارو کارکوونکو د کم شمېر او تالاشیو له وجې یې سفر ځنډېږي.

د افغانستان حاجي شاه غازي ناروغه دی او وايي، پېښور ته د درملنې لپاره ورغلی وو. ده د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل، پاکستان ته د اوښتو لپاره یې ټوله ورځ انتظار وکړ. "پرون چې راتلم نو سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر اووه بجو پورې په قطار کې ولاړ وم. د پښتورګو ناروغي لرم، اوس مې دوا واخیسته او بېرته روان یم. په کار ده چې اساني پیدا شي."

پرون چې راتلم نو سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر اووه بجو پورې په قطار کې ولاړ وم.
حاجي شاه غازي

جمال الدین کابل ته پر لار وو چې له مشال راډیو سره یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه "زه چې له افغانستانه پاکستان ته راتللم نو له ډېر مشکل سره مخامخ شوم. سهار شپږ بجې تورخم ته رسېدلی وم او ماسپښین یوه بجه پورې وتم."

ادم خان هم ورته کیسه کوي او وايي، په تورخم کې د ګډوډۍ له وجې خلک خورا زیات ځورېږي. "ډېره ګډوډي ده. له خلکو څخه په تورخم کې پاسپورټونه ورک شول. هلته په کابل کې راته ویزې په اسانۍ نه راکوي. [د محدودیتونو له کبله مو] خپلوۍ متاثره شوې – سړی په پېښور کې وي او ښځه یې په کابل او ننګرهار کې ایساره وي او ویزې ته په میاشتو، میاشتو انتظار باسي."

حکومتي دریځ

خو په تورخم کې چارواکي وايي، د پاکستان حکومت پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان وګړو لپاره یولړ سفري اسانتیاوې پیدا کړې دي خو ځینې نور اقدامات لکه د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د خلکو معاینه کول او اسناد یې لیدل اړین دي.

د لواړګي یو انتظامي مشر اشراف الدین د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې وویل، په ۲۰۱۶ز کال کې د پاکستان حکومت د افغانانو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کړل نو ځکه دوی نه شي کولای چې بې له سفري اسنادو خلک وراوښتو ته پرېږدي.

دی وايي، پر دې سربېره "په وروستیو کې وفاقي حکومت افغان زده کوونکو، سختو ناروغانو او لوبغاړو ته اساني پیدا کړه او ناروغان یوازې په تذکره هم وراوښتی شي."

د اشراف الدین په خبره، له دې پرته تر ۱۴ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان هم بې ویزې پاکستان ته سفر کولای شي.

دی زیاتوي چې د پاکستان د پلټنو له وفاقي ادارې (اېف ای اې) څخه یې غوښتنه کړې چې په تورخم کې د اېمېګرېشن چارو کارکوونکو شمېر زیات کړي چې هغوی ژر پاسپورټونه ټاپه کړي او خلک په لږ وخت کې سفر وکړای شي.

اېف ای اې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت یوه اداره ده چې پر پوله د خلکو د تګ راتګ عمل پرمخ وړي.

د تورخم انتظامي چارواکي وايي، د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د کورونا وایرس تر جهاني وبا او بیا د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په افغانستان کې تر سیاسي بدلونونو مخکې به پر تورخم هره ورځ شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه خو اوس دا شمېر خورا کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG