د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو خیبر کې د داعش ډلې د یوه قوماندان د وژنې دعوه کړې


په خیبر کې پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په خیبر کې پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر په جمرود کې د عملیاتو پر مهال د اسلامي دولت (داعش) یو قوماندان او یو پوځي سرتېری وژل شوی دی.

د پېښور د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې عملیات د دوشنبې (ګل) پر سهار وختي د جمرود په غاړیزه سیمه کې شوي دي.

بیان وايي، امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو کور په نښه کړ چې پکې د داعش یو قوماندان لیاقت علي چې د شاهین په نوم هم پېژندل کېږي، ووژل شو او درې مشکوک وسلوال ژوبل شول چې پولیسو ګرفتار کړي دي.

بیان وايي، وسلوالو هم پر سرتېرو ډزې وکړې چې پکې یو امنیتي سرتېری ووژل شو او د علي ولید په نوم یو پوځي افسر ژوبل شو.

د ترهګرۍ ضد څانګې پولیسو په بیان کې ویلي دي چې شاهین د داعش یو ((مهم قوماندان)) وو چې پولیسو ته په یوشمېر قضیو کې مطلوب وو چې پکې د پېښور پر رېګي تاڼې او د جمرود پر اېف سي پوستې بریدونه، په نوښار کې د یوه پولیس وژنه او د پېښور په مېترا کې پر واکسیني ډلې برید شامل دي.

د خیبر ضلعې د پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې شاهین په هدفي وژنو او له شتمنو خلکو څخه په باج غوښتو کې ککړ وو.

دا عملیات په داسې وخت کې شوي دي چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر ضلع کې حملې زیاتې شوې دي چې پرضد یې خلکو څو ځلې مظاهرې هم کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG