د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې پر اوکرايني ښارونو د توغنديو حملې کړې دي


د اوکراین پر مالکييف سيمه کې د روسيې د توغنديو تر حملې وروسته يوه ښځه د خپل ګاونډي له وران شوي کور سره.
د اوکراین پر مالکييف سيمه کې د روسيې د توغنديو تر حملې وروسته يوه ښځه د خپل ګاونډي له وران شوي کور سره.

د اکتوبر پر ۳۱مه روسيې د پلازمینې کیيف په ګډون د اوکرین پر یو شمېر ښارونو توغندي توغولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کرېملېن د اوکرایني ولس د هوډ ماتولو په هيله د هغه هېواد پر مهم ملکي بېخبنا (زېربنا-انفراسټرکچر) خپلو حملو ته دوام ورکړی دی. روسیه له څو اونیو راهیسې د اوکراین د انرژۍ او پر ځینو نورو ولسي ودانیو د توغنديو، ډرون او توپخانو حملې په داسې مهال کوي چې اوکراین په ځوابي بریدونو کې روسي عسکر له شمال ختيزو سیمو څخه ایستلي او دوی یې ختیزو او جنوب ختيزو سیمو ته پر شا تمبولي دي.

بلخوا غربي او اوکرایني چارواکو ویلي چې د خپل ۸ میاشتينۍ یرغل د ناکامېدو او د ماتې د امکاناتو تر زیاتېدو وروسته کرېملېن د اوکرایني ولس د ماتولو په هدف د دوی د وېرولو او کمزورې کولو په لټه کې دی. روسيې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ د ۴۰ فیصدو څخه زیات انفراسټرکچر تباه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې هلته ژمۍ راروان دی او د کییف او ځینو نورو سیمو بجلي پرې شوې ده. د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه په کییف، خارکیف، وینیتسیا، پولټاوا او ځینو نورو سیمو یو ځل بیا حملې پیل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG