د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې تر دوه ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دی


د کورمې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لانجو پر سر وخت په وخت نښتې شوې دي - پخوانی انځور.
د کورمې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لانجو پر سر وخت په وخت نښتې شوې دي - پخوانی انځور.

د کورمې په بوشېره (بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) کې د ډنډرو او نور حسین کلیو اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې تر دوو ورځو وروسته درېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا د کورمې یوشمېر فعالانو د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وواهه او په سده، کواټ او پېښور کې د کورمې اوسېدونکو هم د نښتو ضد احتجاجونه کړي دي.

په بوشېره کې نښتې په کورمه کې د فرقه ییزو اختلافاتو زیاتېدو اندېښنې زېږولې دي.

د سدې یو قومي مشر حاجي سلیم خان اورکزي د اکتوبر پر ۱۲مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، د ضلعي انتظامۍ په مشرۍ کې د سیمې مشران ورغونډ شول او تر خبرو وروسته یې له مورچو څخه د دواړو کلیو اوسېدونکي ښکته کړل او مازیګر مهال یې جګړه ودروله.

د پاړه چینار قومي مشر علي جواد توري هم مشال راډیو ته وویل چې اوربند شوی دی او ځايي مشرانو د دواړو خواوو ترمینځ "یو میاشتنۍ تیږه" ایښې او ورڅخه یې "یو کروړ روپۍ" ضمانت اخیستی دی.

توری وايي، که د اوربند سرغړونه وشي نو هغه پیسې به ضبطېږي.

دی وايي، د ځمکې لانجې هواري لپاره به پخواني اسناد چې کاغذات مال بلل کېږي، ګوري او پر اساس به یې پرېکړه کوي.

توری زیاتوي چې په کورمه کې د ځمکو د نورو شخړو هواري لپاره به کمېشن جوړېږي او په کومو ځایونو کې چې د ځمکې بریدونه نه وي معلوم، هلته به پولیس او د اېف سي ځواک سرتېري ځای پر ځای کېږي.

په بوشېرو کې د ځمکې لانجې پر سره په نښته کې څلور کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل دي.

ځايي اوسېدونکو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، نښته د نهې (سې شنبې) پر ورځ د ډنډرو پر لانجمنه ځمکه د کښت پر سر پیل شوې ده چې باید سمدستي اوربند وشي.

انتظامیې هم په عین وخت کې د جګړې درولو او د خبرو له لارې یې د لانجې د هواري هڅو ته دوام ورکړی وو.

انتظامیې د جګړې تر پیلېدو وروسته د امنیت ټینګښت په موخه د ټل او پاړه چینار ترمینځ سړک تړلی وو.

همدې حالاتو ته په کتو انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ د یوې څوکۍ ډکولو لپاره په ۴۵مه حلقه کې د اکتوبر پر ۱۶مه کېدونکي انتخابات تر نامعلومې مودې وځنډول.

تر دې مخکې انتظامي چارواکي او پولیس د قومي مشرانو په مرسته د ستونزې د هواري هڅې په موخه سیمې ته ورغلل خو هلته ورباندې ډزې وشوې چې له وجې یې جرګه و نه شوه.

خو د کورمې انتظامي مشر واصل خان خټک د اکتوبر پر ۱۲مه په وټس ایپ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې هیله ښوولې چې "اوربند" به "ژرترژره عملي" شي. نوموړي له دې پرته نور معلومات ور نه کړل.

بوشېرو د بره کورمې برخه ده چې پکې په یوشمېر ځایونو کې د ځمکې لانجې دي چې پخوا هم د نښتو لامل شوي دي.

له دې پرته هم د کورمې په نورو برخو کې د قومونو ترمینځ پر ځمکو، ونو او ځنګلونو لانجې شته دي چې د انتظامیې په وینا د هواري هڅې یې روانې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG