د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې په وسلوال برید کې د یو پولیس په ګډون ۲ کسان وژل شوي


پولیس وايي برید د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې شوی دی.
پولیس وايي برید د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر څوکۍ په وسلوال برید کې د یو پولیس په ګډون دوه کسان وژل شوي او څلور پولیسان ژوبل دي.

د ډېره اسماعیل خان د درابڼ تاڼېدار عبدالرشید د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، "نامعلومه وسلوالو" د اکتوبر ۲۹مې شپې ناوخته پر څوکۍ برید وکړ. ده وویل، په حمله کې د پولیسو یو سپاهي او د ځنګلي ژویو ادارې یو کارکوونکی ووژل شول.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو رشید زیاته کړه چې پلټنې یې پیل کړې دي او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ته یې د برید په اړه یو لیک استولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال کې له جولای راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي چې پر ضد یې د صوبې د ټولو قبایلي ضلعو په ګډون په یوشمېر سیمو کې پراخ لاریونونه، مظاهرې، جلسې او جرګې شوې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG