د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا احتجاجي ښوونکي د غوښتنو پوره کولو لپاره ليکلي منظوري غواړي


د پېښور مظاهره کوونکي استادان
د پېښور مظاهره کوونکي استادان

د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرايمري سکولونو د استادانو احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ هم دوام لري.

د صوبې د ټولو ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې مشر عزیز الله نن مشال راډیو ته وویل چې غوښتنې یې لا نه دي منل شوې. ده وویل، حکومت دوی ته د خبرو اترو لپاره داسې کسان ورلېږي چې د ده په وینا هغوی د استادانو د غوښتنو پوره کولو واک نه لري.

عزیز الله وویل، هغه وخت به احتجاج پای ته رسوي چې حکومت په لیکلې بڼه د دوی د غوښتنو منظوري ورکړي.

دا احتجاج د اکتوبر پر ۶مه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پیل شوی وو چې بیا پرې پوليسو اوښکې بهوونکی ګیس کارولی وو او ګڼ استادان یې په کوتکونو وهلي وو. پولیسو د ۲۱۳ استادانو پر ضد سرکاري ملکيتونو ته د زيان رسولو په تور ايف ايي ار هم درج کړي دي.

ښوونکي اوس هغه ځای ته نېږدې جناح پارک ته تللي دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دندو کې د ترقۍ درولو ، په پېنشن کې د پیسو کمولو او پر لنډمهالي بنیاد دې د تعلیم په محمکه کې د خلکو د برتۍ پرېکړې بیرته واخلي.

د تعلیم صوبايي وزیر شهرام خان ترکي ويلي چې له احتجاج کوونکو استادانو سره يې مخکې هم خبرې کړي او اوس هم تیار دي.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې استادانو د دې مظاهرې لپاره نيږدې ۱۵۰۰۰ ښوونځي بند کړي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې د تشدد پر ځای دې د دوی غوښتنې ومني تر څو دا ښوونځي خلاص شي.

پېښور کې د ښوونکو احتجاج پر مهال اخ و ډب شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

XS
SM
MD
LG