د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکې استخباراتي ادارې مرستيال د طالبانو استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ليدلي


 له ښي خوا لومړی کس، عبدالحق وثیق دی چې د ۲۰۱۹ کال په دې تصویر کې په قطر کې د مذاکراتو په وخت د نورو طالب مشرانو سره ناست دی.
له ښي خوا لومړی کس، عبدالحق وثیق دی چې د ۲۰۱۹ کال په دې تصویر کې په قطر کې د مذاکراتو په وخت د نورو طالب مشرانو سره ناست دی.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ايي اې) مرستیال مشر ډېویډ کوهین په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي.

امريکايي رسنيوو (سي اين اين او فاکس نیوز) خبر ورکړی چې د امریکايي ولسمشر جوبایډن ادارې ډېویډ کوهین د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږلی وو او هغه د اکتوبر پر اتمه د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره ملاقات کړی دی.

سي این این خبر ورکړی چې پر دې مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم موجود وو. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي. دا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د لوړپوړو امریکايي او طالب استخباراتي چارواکو لومړۍ مخامخ لیدنه ده.

ډيويډ‌کوهين
ډيويډ‌کوهين

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۳۱مه یې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر اېمن الظواهري وژلی وو.

طالبانو دا برید غندلی او ویلي یې وو چې له هغه ځایه یې د هېچا مړی نه دی ترلاسه کړی او په دې اړه یې پلټنې دوام لري.

امریکا په افغانستان کې د القاعده، داعش او نورو بهرنيو وسله والو ډلو له شتونه اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ وايي د سيپتمبر پر ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې ته د خبرو په وخت ويلي وو چې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه د امریکا په ډرون برید کې تر وژنې مخکې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې له ازادۍ برخمن وو.

نوموړي د یوشمېر وسله والو ډلو نومونه واخیستل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د دغې ډلې د فعاليت له امله، واشنګټن اندېښمن دی. "موږ د هند په نیمه وچه کې د القاعدی په اړه اندېښمن یو. دغه شان د جیش محمد، لشکر طیبه، انصارالله او یو لړ نورو ترهګرو ډلو په اړه چې لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري، جدي اندېښنه لرو."

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو هم ويلي وو چې د جېش محمد وسله والې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر په افغانستان کې دی. طالبانو دا تور رد کړی وو او وياندانو یې په بیا بیا ويلي چې هېڅ وسله والې ډلې ته به له افغانستانه په نوره نړۍ کې د بریدونو د پلانولو اجازه ور نه کړي.

وېسټ همداراز ويلي وو چې دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي خبرې وکړي. "تر برید وروسته موږ د طالبانو له مشرانو سره په اړیکه کې يو او واضح وایم چې تر دې پېښې وروسته هم موږ چمتو یو چې د ترهګرۍ اندېښنو په اړه عملاً له طالبانو سره ښکېل پاتې شو."

د ډيويډ کوهين او عبدالحق وثیق د ملاقات خبر تر هغه وروسته راغلی چې تېره اونۍ شوې، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وينا په وخت د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف تور پورې کړی وو چې په افغانستان کې ګڼې وسله والې ډلې شتون لري.

ورته تور د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم لګولي وو چې طالبانو رد کړي دي. په افغانستان کې د طالبانو بهرنيو چارو مرستيال وزير، شير محمد عباس ستانکزي پر پاکستان غږ کړی وو چې د ده په وين د نړيوالو همدردۍ خپلولو لپاره دې د افغانستان نوم نه کاروي او تجارت دې نه پرې کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. تر اوسه نه امريکا او نه د نړۍ کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی.

XS
SM
MD
LG