د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د داعش ډلې د بهرنيو اړيکو او مالي چارو مسوول د نيولو ادعا کړې


د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په افغانستان کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ــ انځور له ارشيفه
د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په افغانستان کې د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو استخباراتو ادعا کړې چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش د خراسان څانګې د بهرنیو اړیکو او مالي چارو مسوول نیولی دی.

د طالبانو استخباراتو د اکتوبر پر څلورمه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه په يو بيان کې ويلي چې د "مالکي" په مستعار نوم نيول شوي تورن کس د "اوکراین، جرمني او هسپانیې" په ګډون له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې "د خوارجو ډلې" ته وروړلې او د دې ډلې د جلب او جذب مسوول هم وو.

طالبان د داعش وسله والې ډلې لپاره د "خوارج" ټکی کاروي، چې د دوی په وينا له اسلامي او ديني اصولو څخه د سرغړونې په خاطر د اسلام له دايرې وتلي دي.

مشال راډیو د طالبانو د دعوې د کره والي تصدیق نه شي کولای.

طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فبروري پر ۲۹مه د دوحې په تړون کې له امريکا او نړیوالې ټولنې سره موافقه کړې وه چې په افغانستان کې به ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي خو له تېر یوه کال راهیسې یې حکومت له دې تورونو سره مخامخ دی چې د القاعده شبکې په ګډون یې ځينو نورو ترهګرو ته په افغانستان کې ځالې ورکړې دي، خو طالبان بيا دا تورونه ردوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې او د طالبانو حکومت وايي، د هغې ډلې پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG