د سیند پولیس وايي چې په حیدراباد کې یې یو هندو هلک اشوک کمار په مبینه توګه د مذهب سپکاوي په تور نیولی دی.
د حیدراباد د پولیسو مشر امجد شیخ د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د اشوک کمار پرضد یې د یو ځايي تن په درخواست مقدمه درج کړې ده.
په مقدمه کې تور پورې شوی چې اشوک کمار د مسلمانانو مقدس کتاب سوځولی او پرضد يې بايد کارروايي وشي.
خو په سمدستي ډول د اشوک کمار او یا هم د هغه د کورنۍ او خپلوانو له خوا تر اوسه د پورې شویو تورونو په اړه دریځ مخې ته نه دی راغلی.
په سیمه کې د مذهب سپکاوي په اړه تر خبرونو خپرېدو وروسته د حیدراباد په بیلا بېلو سیمو کې مظاهرې هم شوې دي.
مظاهرچیانو د پولیسو یو ګاډي ته اور ورته کړی او د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ نښته هم شوې ده.
پولیس وايي چې شاوخوا ۴۸ قهرجن مظاهرچیان یې ګرفتار کړي خو عدالت هغوی په ضمانت خوشې کړي او اشوک کمار یې د اووه ورځو لپاره د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په خانېوال کې د سږکال فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه پارلېدلو خلکو په رواني ناروغۍ اخته کس د مذهب سپکاوي په تور وواژه. تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې د يوه سري لنکايي وګړي پریانتا کمار او په ۲۰۱۷ز کال کې د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکی مشال خان وژنو په پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي ول.
په همدې حال کې په حیدراباد کې د هندوانو د ټولنې یو فعال غړي اېم پرکاش مشال راډيو ته وويل چې دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې په وینا یې، تر دې وړاندې هم په سيند کې د مذهب سپکاوي له قانونه څو ځله ناوړه استفاده شوې ده او دا ډول پېښې په بیا بیا کېږي.
د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د دغسې کړنو مخه ونيول شي.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.
خو د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.